سوریه: له معرة النعمان ښاره په ډله ییزه توګه خلک وځي

سوري بې ځایه شوي
Image caption رویټرز خبري اژانس د یوه درمل پلورونکي عثمان البديوي په حواله ویلي، په سلو کې ۷۰ ښاریان له ښاره وتلي چې په وینا یې چورلکې ښار ته څېرمه د وادي الضيف پوځي اډې ته پوځيان لېږدوي .

د سوریې له شمالي معرة النعمان ښاره په ډله ییزه توګه د جګړې د پیلېدو له وېرې خلک په وتلو دي .

په دغه ښار کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان اوسېږي .

د جګړې د پیلېدو خبر وروسته له هغه خپور شوی، چې ښار ته حکومتي ځواکونه ننوتل .

سوري پوځ د ټانکونو، پوځي ګاډ، او الوتکو په ملاتړ جسرالشغور ښار ته څېرمه تر ننوتلو دوه ورځې وروسته پر یو شمېر کلیو برید وکړ چې له ښاره نژدې ټول اوسېدونکي ترکیې ته خوځېدلي ول .

د سوریې په ختيځ دیر الزور او له عراق سره پر پوله ابو کمال ښارونو کې هم ټانکونه لیدل کېدل .

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د ولسمشر اسد پرخلاف په دغو ښارونو کې لاریونونه پیل شوي دي .

په معرة النعمان ښار کې خلکو ته د جوماتونو او لاسپیکرو په وسیله خبر ورکړل شو، چې د جګړې تر پیلېدو مخکې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي .

ګڼ کسان د جګړې له وېرې حلب ښار ته وخوځېدل، چې له ترکیې سره څېرمه پروت دی .

رویټرز خبري اژانس د یوه درمل پلورونکي عثمان البديوي په حواله ویلي، په سلو کې ۷۰ ښاریان له ښاره وتلي چې په وینا یې چورلکې ښار ته څېرمه د وادي الضيف پوځي اډې ته پوځيان لېږدوي .

سوریې ته دا مهال د بهرنیو خبریالانو پر ننوتو بندیز لګول شوی، چې له دې کبله په شخړمنو سیمو کې د کره معلوماتو ورکولو موندل څه ناڅه ګران شوي دي .

بل خوا، د عربي ټولنې هېوادونو ته نژدې یوې سرچینې ویليو په دغه ټولنه کې یو شمېر غړو هېوادو دا طرحه وړاندې کړې، چې د ټولنې په غونډه کې دې د سوریې ګډون وځنډول شي .

دوی وايي چې سبب د سوري چارواکو له خوا له لاریون کوونکو سره ناوړه چلند کول دي .

خو د عربي ټولنې سرمنشي عمرو موسی له بي بي سي رادیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړې او وايي چې په دې اړه یې هېڅ غوښتنه نه ده ترلاسه کړې .

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو ویلي په سوریه کې له تېر مارچ راهیسې د تاوتریخجنو لاریونونو په اوږدو کې لږترلږه ۱۳۰۰ کسان وژل شوي .

ورته مطالب