د يونان اعتصابونو حکومت وپرځاوه

يونان مظاهرې د انځور حقوق Reuters
Image caption د نوي حکومت اعلان، په آتن کې د اعتصابونو او تاوتريخوالي او په ټول يونان کې د الوگولو د يوې ورځې په پاى کې کېږي.

په يونان کې تر سختو او ترخو مظاهرو وروسته چې په يوه کال کې يې سارى نه و، صدراعظم گيورگي پاپاندريو د نوي حکومت د جوړولو اعلان وکړ. دې ناکراريو او څپ څپاندۍ له يونان سره د راتلونکو مالي مرستو مساله له شک سره مخامخ کړې ده.

صدراعظم پاپاندريو په ډاگه کړه چې نوى حکومت بې له ځنډه جوړوي او د پنجشنبې په ورځ به له پارلمان نه ورته د باور رايه وغواړي.

ده وويل "ما نن د ټولو گوندونو مشرانو ته نوي وړانديزونه وکړل چې يوې گډې اجماع ته سره ورسېږو. ما روښانه کړه چې مسووليتونه مې په سياسي دندې پورې هېڅ اړه نه لري.

زما له دې دريځ سره سره، لوى مخالف گوند له دې ټولې هڅې سره د سياسي او ملي مسووليت پر ځاى د تبليغاتو په روحيه چلند وکړ. زه به سبا نوى حکومت جوړوم او بې له ځنډه د باور رايه له پارلمان نه وغواړم."

د نوي حکومت اعلان، په آتن کې د اعتصابونو او تاوتريخوالي او په ټول يونان کې د الوگولو د يوې ورځې په پاى کې کېږي.

Image caption لومړي وزير ویلي پر هماغه پخوانۍ لاره د وظيفې پر لاره به تگ ته دوام ورکړي.

اصلي موضوع په نيولي لاس د دولتي لگښتونو د يوې مجموعې چمتو کول دي چې سوسيالست حکومت هڅه کوي د اروپايي ټولنې له خوا د نورو پورونو د يوه شرط په توگه يې پر ټولنه وتپي.

ښاغلي پاپاندريو وويل چې پر هماغه پخوانۍ لاره د وظيفې پر لاره به تگ ته دوام ورکړي.

خو د ده پارلماني اکثريت په تېرو ٢٤ ساعتو کې بيخي ويلي شوى دى.هغه خپله استعفى هم په دې شرط چې د ملي يووالي يو حکومت جوړ شي، وړاندې کړې وه، خو دا اقدام د ورځې په لومړيو کې ناکام شو.

په يونان کې څپ څپاندي پر داسې يوه مهال پېښېږي چې د اروپا د واحدې سکې يورو دغړو هيوادو مشران، پر دې موضوع چې يونان دې د ځينو پورونو په اداينه کې بېوسه وبلل شي او که نه، کلک اختلاف لري.

نړيوالو بازارونو هم له دې پرمختياوو وروسته اوس په ځير سره سترگې د هغو خبرو نتيجو ته نيولي چې دا شنبه – يکشنبه به په بروکسل کې روانې وي.

ورته مطالب