د يونان کړکېچ يورو بې ارزښته کړه

یورو د انځور حقوق AFP
Image caption جرمني غوښته کړې هغه بانکونه دې د خپلو پورونو موده لږه نوره وغځوي چې پر يونان يې پور دی.

د اروپا گډه سکه يورو د يونان د کړکېچ پر سر د راکړې ورکړې په بهرنيو بازارو کې سخته ولوېده. تر ټولو زياته د سويسي فرانک په وړاندې لوېدلې او تر چارشنبې راهيسې يې ارزښت امريکايي ډالر ته هم درې سنټه ټيټ شوى دى.

په مالي بازارونو کې د دې وروستۍ څپڅاندۍ تر شا سياسي بې ثباتي پرته ده. د يونان پارلمان د هغو سپمايي اقداماتو ملاتړ ته زړه نه ښه کوي چې هدف يې له نورو پورونو څخه د هيواد ژغورل دي.

يونان ته د نورې مالي مرستې پر شرطونو د يورو په غړو حکومتونو او د اروپا په مرکزي بانک کې د نظر اختلاف هم په دې برخه کې خپله ونډه لري.

دوى مني چې له ١٥٠ ميلياردو ډالرو پرته چې ژمنه يې مخکې لا شوې، له يونان سره د نورې مرستې اړتيا هم شته.

خو د هغې ونډې په اړه هم چې خصوصي پور ورکوونکي يې د يونان د مرستې په برخه کې درلودلى شي، نظرونه سره ويشلي دي.

جرمني په ځانگړي ډول غوښتنه لري هغه بانکونه دې د خپلو پورونو د بېرته غوښتلو موده لږه نوره وغځوي چې پيسې يې پر يونان باندې دي.

خو د دې خطر دا دى چې په بازارونو کې به دا د پورونو په بېرته اداينه کې د يونان بېوسي يا په تخنيکي اصطلاح ډېفالټ وبلل شي او دا پخپله مالي څپ څپاندي رازېږولى شي.

په حقيقت کې د پورونو په اداينه کې د يونان بېوسه بلل اوس تر پخوا ډېر شوني برېښي. هيله داوه چې د خصوصي سکتور د ونډې موضوع به راروانه اوونۍ د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې غوڅه شي.

خو اوس دا ناممکنه برېښي او د اروپايي ټولنې چارواکي څرگندوي چې ښايي دا کار بله مياشت د ماليې د وزيرانو په غونډه کې وشي.

خو دا ډول ځنډ د مالي بازارونو ناکراري نوره هم ژوروي.

ورته مطالب