امريکا: ايمن الظواهري هم نه پرېږدو

ايمن الظواهري د انځور حقوق AP
Image caption د اسامه مرستيال ايمن الظواهري د القاعدې شبکې نوی مشر ټاکل شوی دی.

د امريکا تر ټولو جگپوړى پوځي وايي د القاعدې د مشر په توگه به له ايمن الظواهري سره هم هغه څه وکړي چې د ده له سلف اسامه بن لادن سره يې وکړل.

لوى درستيز امير البحر مايک مولن وويل چې ظواهري د هغو کسانو د لست په سر کې راځي چې امريکا يې د موندلو هڅه کوي.

اميرالبحر مولن وويل چې د القاعدې مشرتابه ته د دغه کس غوره کېدل ناڅاپي خبره نه وه:

"زه حيران نه يم چې دغه دنده يې ده ته ورکړه. دى او ډله يې اوس هم موږ گواښي. څرنگه چې موږ مخکې د نيولو يا وژلو خبره کوله او بريالي شو چې بن لادن ووژنو، نوبې له شکه به له ظواهري سره هم همداسې کوو."

القاعدې د نوي مشر د ټاکنې اعلان پر يوې اورپکې پورې تړلې وېبپاڼې کړى او امريکايي استخباراتي چارواکي فکر کوي چې د دغه اعلان په رېښتنوالي کې شک نشته.

خو د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې وويل چې دا ټاکنه دومره ارزښت نه لري او په چارو کې به بدلون رانه ولي.

د ځينو له نظره به د اسامه بن لادن خلاف، ظواهري ته پر دومره پراخې خو سره ويشل شوې ډلې ولکه ټينگول آسان نه وي.

په مصر کې زېږېدلى طبي ډاکټر ايمن الظواهري د افراطي اسلام د يوه مخکښ- سيد قطب د نظريو تر اغېز لاندې ستر شوى او په اتيايمه لسيزه کې د شورويانو خلاف جهاد لپاره افغانستان ته تللى و.

دى وروستى ځل لس کاله وړاندې د افغانستان په خوست ولايت کې ليدل شوى، خو اوسنى ځاى ځايگى يې معلوم نه دى، که څه هم استخباراتي چارواکي اټکل کوي چې ښايي د ډيورنډ ليکې شاوخوا قبايلي سيمو کې پټ وي.

امريکا لا دمخه د هغه د سر لپاره د ٢٥ ميليونو ډالرو جايزه ايښې ده.

ورته مطالب