'الکریم' فیلم په امريکا کې د مېشتو افغانانو کيسه کوي

افغانان په نیویارک کې
Image caption الکريم فيلم په امریکا کي ۳۱ فيلمي فيسټووالونو رد کړی خو د امريکا څخه دباندي په استراليا، اسپانيا کاناډا او انګلستان کې نه يوازي په ۱۶ نندارو او فيسټوالو کې ننداره شوی جايزې یې هم وړي دي.

الکريم د هغو نيويارک مېشتو افغانانو کيسه ده چې د امريکا تر پېښو وروسته يې ژوند ګردسره پر بل مخ را اوړي.

افغانان د امريکايانو او امريکايي چارواکو دلاسه دبې شمېره ستونځو سره مخامخ کيږي.

الکريم فيلم په نيويارک کې د وزلوبي فيلمي شرکت د افندي فاروق په قلم او لارښوونه اود نجيب يوريش په ملګرتيا جوړکړی دی. د دغه فيلم يوه يوه صحنه او کيسه په امريکا کې د مېشتو افغانانو د ژوند د رښتياګو نکلونه دي چې د افندي فاروق او نجيب يوريش له قوله يې يا دسر په سترګو ليدلي او اورېدلي دي.

فيلم په پیل کې دنيويارک په لوغړنو کوڅوکې دهغو افغاني ځوانانو ژوند ښکاره کوي چې نه په ځان خبر دي او نه په جهان اولکه نور امريکايان دوی چې وايي ټوله نړۍ دغه امريکا ده او بې غمه نشې او تماشې کوي.

خو د امريکا تر پېښو وروسته په امريکا کې د افغان او افغانستان نوم هر افغان ته توره بلا کيږي.

افغانان دکار دپيداکولو دپاره نوم او افغاني هويت بدلوي. په لسګونو افغانان خپل نومونه اړوي اوپر خپلو کورونو او هټيو باندي د امريکا بېرغونه ځړوي.

امريکايان افغاني نجونوته لاس ور اچوي او تر بې پته کېدو وروسته يې وژني.

افغانان په بېلابېلو تورونو کړول کيږي، وژل کيږي شتمنيو او عبادت ځايونو ته يې اورونه اچول کيږي.

افندي فاروق وايي چې دغه ډول خبري د امريکا رسنيو نه مخکي او نه اوس خپروي.

دی وايي تورپوستو او نورو توکمونو پر چا بريد نه دی کړی دده په قول د توپير او توکمپالني اور يوازي سپين پوستو امريکايانو بل کړی و او اوس يې هم اور نه دی مړ شوی.

نجيب يوريش هم دا خبره مني چې د مسلمانانو سره توپير په عام ډول اود افغانانو سره په ځانګړي ډول اوس هم دپټولو نه دی.

دی وايي دا چې امريکايي عسکر هره ورځ د افغانستان په جنګ کې وژل کيږي نو د افغانانو په وړاندي د امريکايانو کرکه نوره هم زياته شوې ده.

الکريم فيلم په امریکا کي ۳۱ فيلمي فيسټووالونو رد کړی خو د امريکا څخه دباندي په استراليا، اسپانيا کاناډا او انګلستان کې نه يوازي په ۱۶ نندارو او فيسټوالو کې ننداره شوی جايزې یې هم وړي دي.

ټولو يې ددغه فيلم کيسه ډېره زياته ستايلې ده. خو د امريکا دفيلمونو په لوی بازار کليفورنيا کي جايزه خو څه کوې چې د نندارې اجازه يې لا نه ده ورکړل شوې.

افندي فاروق وايي امريکايي فيلمي شرکتونو ورته ويلي چې الکريم فیلم جنجالي دی.

ورته مطالب