د جریمې راټيټولو لپاره د سګریټو رشوت

د چین پولیس د انځور حقوق AP
Image caption يوه موتر چلوونکي خو ان دا اقرار هم وکړ چې پوليسو ته يې د جريمې د راکمولو لپاره سگريټ په رشوت کې ورکړي وه .

له تېرې يوې اوونۍ راهيسې فساد او درغليو په چين کې د انټرنېټ کاروونکو پام ور اړولى دى .

ډېر خلک شکايت کوي چې پخپل ورځني ژوند کې ترې کړېږي .

په چين کې نوو وېب سايټونو هند کې د فساد ضد ويب سايټ څخه الهام اخيستى دى او کاروونکو ته يې بلنه ورکړې ده چې پر رشوت ورکولو او اخيستلو دې اقرار وکړي .

د بي بي سي د ارام سمندرگي پر شاوخوا پرتر هېوادونو د څانگې مديره وويوين مارش پخپل راپور کې کاږي:

د چين د مشرتابه لپاره فساد او درغلي له اوږدې مودې راهيسې راروانه يوه لويه ستونزه ده، او بيجنگ د رشوت اخستونکو پر وړاندې په ښکاره د جگړې اعلان کړى دى خو دې گام د مجرمنو مخه نه ده نيولې .

د فساد ضد ويب سايټونو د انټرنېټ کاروونکو ته بلنه ورکړې ده چې د رشوت ورکولو يا اخستلو اقرار وکړي، د انټرنېټ يوه کاروونکي وويل، ده د سوداگرۍ د قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره چارواکو ته يې په سلگونه زره ډالره رشوت ورکړى دى، يوه بل بيا وويل چې يوه قاضي ته يې ډالۍ ورکړې وه چې دده په حق کې پرېکړه وکړي.

او يوه موتر چلوونکي خو ان دا اقرار هم وکړ چې پوليسو ته يې د جريمې د راکمولو لپاره سگريټ په رشوت کې ورکړي وه .

د يوې وېب پاڼې پر لومړي مخ ليکل شوي دي چې " په ناسمه توگه د گټې اخيستې هڅې ودروﺉ" او "زموږ د يوه شفاف او روښانه چين ارمان پوره کړي ."

په څه کم يوې اوونۍ کې څه باندي څلور زره ليکونه يوازې يوه وېب سايټ ته استول شوي دي .

دا لا روښانه نه ده چې ددې تر شا د چا لاس دى، پر رسنيو د چين د څارنې وزارت، دولتي رسنيو ته ويلي چې دوى د رشوت اخيستلو ضد سايټونو په فعاليتونوخبر دي خو له نور څه ويلو يې ډډه کړې وه .

تر څو ورځو فعاليت وروسته د چين لویو انټرنېټي شبکو نه شو کولاى چې يوه سايټ ته ننوځي، يوه بله انټرنېټي شبکه بيا له نورو کمپيوټرونو سره نه شوای پیوسته کېدای .

تر دې دمخه ځينو سيمه ييزو چينايي چارواکو له انټرنېټ کار اخسيتی وو او خلک يې هڅولي وو چې پر رشوت اخيستلو اقرار وکړي خو هغه وېب سايټونه چې د حکومت له خوا نه اداره کېږي، کنټرولول يې گران کار دى او کېدای شي چینايي چارواکي دا نوښت ونه زغمي .

ورته مطالب