امريکا پر ويتنام شيندلي زهري مواد پاکوي

جاپان د انځور حقوق AFP
Image caption د جگړې پر مهال د شيندل شويو زهري کيمايي موادو پاکول پر دغه لور يو مهم گام دى.

ويتنام د هغو کيمايي موادو د پاتې شونو د پاکولو لپاره له امريکا سره د گډو پوځي عملياتو لومړى پړاو پيلوي، چې "ژړ عناصر" نومېږي.

دا عمليات پر هغو سيمو راټول دي چې ويل کېږي امريکا په کې د ويتنام د جگړې پر مهال ددغو کلکو زهري موادو لويې زېرمې ساتلې وې. امريکا په وروستيو کلونو کې ويتنام ته د روغتيايي او چاپېريالي پروژو لپاره ميليونونه ډالرو ورکړي دي.

دا گام د دواړو هيوادو د اړيکو تر ورو ورو ښه والي وروسته پورته کېږي.

د ويتنام د جگړې پر مهال امريکايي الوتکو د ډېفوليانت په نامه زهرجنې کيميايي مادې گيلنونه گيلنونه پر ويتنام شيندلي وو چې د هغه هيواد کمونست جنگيالي په ځنگلونو کې د پټېدو له امکان نه بې برخې کړي.

درې نيمې لسيزې وروسته لا اوس هم د ويتنام يوه برخه په زهري موادو ککړه ده.

په دوى کې درې خورا سختې ځپل شوې سيمې په نښه شوي چې يوه يې د دا نانگ هوايي ډگر ته څېرمه پرته ده چې امريکا په کې يو مهال پوځي اډه درلوده.

د پاکونې د گډو هڅو د پام لومړنى ټکى به همدا سيمه وي.

لومړى به ويتناميان گوري چې کوم چاودېدونکي توکي پاتې نه وي، وروسته به امريکاييان ورسره يو ځاى کېږي چې په خاوره کې گډه شوې يا تل ته کښته شوې زهري ماده – ډايوکسين پاکه کړي.

دا هغه ماده ده چې د ځنگلونو په وچوونکي ژړ عنصر کې گډه وه او ويل کېږي چې له سرطان ناروغۍ او د کوچنيانو له معيوبې زېږېدنې سره يې رابطه درلوده.

دا موضوع له اوږدې مودې نه د امريکا او ويتنام په اړيکو کې د اغزي په څېر وه خو د چين پر ځواکمنېدو گډې اندېښنې دواړه مخکني غليمان لا نژدې کېدو ته هڅولي دي.

د جگړې پر مهال د شيندل شويو زهري کيمايي موادو پاکول پر دغه لور يو مهم گام دى.