نیجيریایی ۹۰ ښځې او ۲۰۰ ماشومان لري

مسابا
Image caption مسابا: ''۹۰ ښځې لرم، نورې هم په نکاح کوم.''

یوه نایجریايي سړي ۹۰ ښځې په نکاح کړې، چې ۲۰۰ اولاده یې ترې پیدا شوي دي.

محمد بلّو مسابا وايي چې د لسو نورو ښځو په تکل کې هم دی.

نوموړی وايي هغه کار چې ده کړی، د نایجریا له قانون سره هېڅ مخالفت نه لري.

خو په دغه هېواد کې مذهبي مشران دده دې کار ته په سپک نظر ګوري.

په نایجریا کې دا کومه د تعجب خبره نه ده، چې یو سړی دې تر څلورو پورې ښځې ولري، خو بلّو ماسابا پر ټولو دودونو پښه کېښوده او خپل ځان ته یې هرڅومره چې زړه وي، د ښځو د روا والي روایت جوړ کړی دی.

نوموړی وايي چې دې کار ته یې وروسته له هغه مخه کړه، چې په وینا یې ''یو مبارک'' خوب یې ولید.

مسابا وايي: ''دا کار د خدای تعالی د مهربانۍ له مخې کوم، او هېڅوک پرته له دې چې د الله توفیق ورسره وي، دا کار نه شي کولای. ان دوی لس ښځې هم نه شي کولای. زه اوس ۹۰ ښځې لرم او پر دې بسنه هم نه کوم. ''

200 ماشومان

د محمد بلّو مسابا ۹۰ واړه ښځې او د هغوی اولادونه په یوه کور کې اوسېږي، ټول تقریباً په یوه ډول ښکاري، ځکه چې د یوه سړي ذریه ده.

مسابا د خپل مبارک خوب په اړه وايي چې د ناروغۍ پرمهال پرې د درملنو الهي بندیز هم لګول شوی، چې په دې سره یې ۵۵ اولاده د ناروغۍ له کبله مړه شوي.

د مسابا یو شمېر ښځو بي بي سي ته وویل، چې په خپله خوښه یې له دغه سړي سره ځکه واده کړی، چې په وینا یې ''دا یو متدین، مهربانه او سخي .... سړی دی.''

له یوې یې وپوښتل شول چې ایا د ښځو په منځ کې خو به توپیر نه کوي، وویل ''هېڅکله نه هېڅکله نه، هغه یو عادل سړی دی.''

محافظه کاران او مذهبي مشران د مسابا دا کار له شریعت سره په ټکر کې بولي. په داسې حال کې چې په اسلامي شریعت کې تر څلورو ښځو جواز لري، خو د نایجریا په قانون کې بیا د ښځو وروستی شمېر نه دی په ډاګه شوی.

ورته مطالب