سوري لښکرې د ترکيې پولې ته ورسېدې

سوري لښکر
Image caption داسې خبرې هم شته چې د ترکيې پوځ چې له سوري ځواکونو نه څو ځله پياوړى دى، د پولې پر خوا درومي چې د کډوالو لپاره يوه خوندي سيمه رامنځته کړي.

په سوريه کې عيني شاهدان وايي، د هيواد پوځ د ترکيې له پولې يوازې دوه کيلومتره را دېخوا پر يوه کلي بريد کړى دى. هغوى ويل چې ټانکونه او عسکر له کلي راتاو شوي او لږ تر لږه ٦٠ سړي يې له ځانه سره بېولي دي.

سوري لښکرو تر دې وړاندې د ترکيې پولې ته دومره نژدې عمليات ندي کړي.

د بي بي سي خبريال جانتن هيډ وايي پر کلي دا بريد اوس ترکيه پر يوې دوه لارې درولې چې څه ډول غبرگون وښيي.

خبريال په خپل رپوټ کې وايي چې پرون سهار د بادامه پر کلي دا بريد په هماغه ډول شوى چې اوس ټولو ته روښانه دى: لومړى ټانکونه سيمه ولي او بيا عسکر ورځي او کروندې او څاروي له منځه وړي.

هغوى گرد نارينه وگړي راټول کړل او له ځانه سره يې بوتلل. خو بادامه يوازې يوې غونډۍ د ترکيې له پولې جلا کړى او دا هغه سيمه ده چې گڼ بېځايه شوي ورته راټول شوي او څنگ ته د ترکيې د پوځي څوکيو پر ملاتړ يې تکيه کړى ده.

د دوه اړخيزې موافقې له مخې سوري لښکرو تر دا اوسه دغو سيمو ته له ورتگ نه ډډه کوله چې عملا" ډالي بلل کېږي. که دوى اوس آن تر پولې پرمخ ولاړل، نو شونې ده چې زرگونه نور به پر پوله ترکيې ته وتښتي او هلته به پر حکومت زور راشي چې د دوى خونديتوب ته ورودانگي.

Image caption صدراعظم رجب طيب اردوغان په سوريه کې د مخالفينو پر ضد د پوځ کارول کلک غندلي، خو له ولسمشر اسد سره يې خبرې هم جاري ساتلي او ترې غواړي چې اصلاحات راولي. دا دوه گونې تگلاره ښايي اوس واوړي.

صدراعظم رجب طيب اردوغان په سوريه کې د مخالفينو پر ضد د پوځ کارول کلک غندلي، خو له ولسمشر اسد سره يې خبرې هم جاري ساتلي او ترې غواړي چې اصلاحات راولي.

دا دوه گونې تگلاره ښايي اوس واوړي.

داسې خبرې هم شته چې د ترکيې پوځ چې له سوري ځواکونو نه څو ځله پياوړى دى، د پولې پر خوا درومي چې د کډوالو لپاره يوه خوندي سيمه رامنځته کړي.

تر اوسه ددغه پلان شتوالى په رسمي ډول نه دى تاييد شوى، خو په سوريه کې د پېښو چټکوالي په ترکيه کې پر هغو اړيکو د بيا کتنې زور ډېر کړى چې تر اوسه ورته د سيمه ييز ټيکاو د بنسټ په سترگه کتل کېدل.

ورته مطالب