تاجکستان د بي بي سي نيول شوي خبريال ته مدافع وکيل نه پرېږدي

 اورينباى عثمانوف
Image caption چارواکو اورينباى عثمانوف د حزب التحرير په تړل شوې اسلامپالې ډلې کې پر غړيتوب تورن کړى خو وکيله يې لا هم ليدو ته نه ور پرېږدي.

هغه مدافع وکيله چې په تاجکستان کې د بي بي سي د نيول شوي ژورنالست وکالت کوي، وايي د هغه په اړه د ځايي خبريالانورپوټونه چې چارواکو ورسره د مرکې اجازه ورکړې وه، کېداى شي د محاکمې په اړه مخقضاوت رامنځته کړي.

چارواکو اورينباى عثمانوف د 'حزب التحرير' په تړل شوې اسلام پالې ډلې کې پر غړيتوب تورن کړى، خو وکيله يې لا هم ليدو ته نه ور پرېږدي.

وکيلې وويل: ''ددې پر ځاى چې هغې ته له نيول شوي ژورنالست سره د کتنې اجازه ورکړي، چارواکو دوه ځايي خبريالان په توقيف کې مرکې ته ور پرېښي دي.''

وکيلې- فرض النسا وحيدووا وويل شونې ده چې د هغوى راوتلي رپوټونه د عادلانه محکمې په اړه د ښاغلي عثمانوف پر حق ناوړه اغېز وکړي.

په يوه رپوټ کې ادعا شوې چې ښاغلي عثمانوف په خپله خوښه د مدافع وکيل له درلودو څخه انکار کړى، ځکه چې نه غواړي لگښت پرې راشي.

خو وکيلې يې ادعا درلوده چې د تاجکستان د قوانينو له مخې، ټول شکمن د وړيا حقوقي مرستو وړ دي.

تاجک امنيتي ادارو د شنبې په ورځ خپره کړې وينا کې ويلي چې په ناقانونه ډلې – 'حزب التحرير' کې د بي بي سي د خبريال د غړيتوب پياوړي شواهد شته.

دغه گوند د اسلامي امت د يووالي غوښتنه کوي، خو وايي چې تاوتريخوالى نه غواړي.

تاجکستان ددغې ډلې د غړيتوب پر شک سلگونه کسان په دې وروستيو کې نيولي دي.

ښاغلي عثمانوف د بي بي سي د خبريال په توگه، د هغوى د محاکمې رپوټونه ورکړي او په اړه يې ډېرې ليکنې کړې دي.

د اوونۍ په لومړيو کې د هغه نيونه نړيوالې نيوکې راوپارېدې. د بې پولې خبريالانو او د ژورنالستانو ددفاع کميټې د هغه د خلاصون په اړه خپل غږونه له بي بي سي سره غبرگ کړي دي.

په تاجکستان کې د برتانيا او امريکا سفارتونو هم له چارواکو نه د هغه د پرېښودو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب