په هند کې ۵ تنو یوه ښځه تر جنسي تېري وروسته وسوځوله

هندۍ مېرمنې
Image caption دا په دغه هېواد کې د ښځو په حق کې تر ټولو وحشیانه پېښه ده .

هندي پولیسو ویلي چې په اتار پرادیش ایالت کې پنځو کسانو پر یوې ښځې جنسي تېری کړی او بیا یې سوځولې ده .

دا په دغه هېواد کې د ښځو په حق کې تر ټولو وحشیانه پېښه ده .

د ښځې کورنۍ ویلي، پنځو کسانو یې د کورنۍ غړې یې تر جنسي تېري وروسته پخپل کور کې سوځولې ده .

تېره اوونۍ په اتار پرادیش کې د ښځو پرضد دا ډول درې جرمي پېښې شوې دي .

خبریالان وايي دغه ولایت د هند یو له هغو سیمو دی، چې قانون په کې نه پلی کېږي، ښځې له ګڼو ټولنیزو ستونزه سره مخامخ دي .

د تېرې جمعې پر ورځ په دغه ولایت کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ تېری وشو، او دوو کسانو پرې د جنسي تېري هڅه وکړه .

پېښه د اتار پرادیش ولایت په شمال په ګاوا بوزوګ کلي کې وشوه، چې په لړ کې یې د نجلۍ سترګه راویستل شوه او نوره هم سخته ژوبله شوې وه .

پولیسو ویلي برید کوونکي د همدغه کلي کسان دي، چې یو یې نیول شوی او د بل د نیولو لټون روان دی .

چارواکو د پولیسو دوه چارواکي له دې کبله له دندو ګوښه کړي، چې د اغېزمنې شوې نجلۍ د کورنۍ شکایت ته یې هېڅ غوږ نه وو نیولی .

همدارنګه، تېره اوونۍ د اتار پرادیش ولایت د نیګاسان سیمې د پولیسو د یوې اړوندې ودانۍ د ننه پر یوې ونې د یوې نجلۍ راځوړند شوی جسد وموندل شو .

د نجلۍ مور او پلار وویل چې لور یې تښتول شوې او وژل شوې ده، خو پولیسو پيسې وروړاندې کړې، چې نور چوپه خوله پاتې شي .

ورته مطالب