پاکستانی جنرال له سخت دريځو سره د تړاو په شک نیول شوی

جنرال علي خان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید جنرال علي خان د پاکستان راولپنډۍ په پوځي قومندانۍ کې کار کاوه، چې تېره میاشت ونیول شو. د هغه کورنۍ هغه بې ګناه بولي.

د پاکستان پوځ يو برحال افسر بريد جنرال علي خان، له يوې بندې سخت دريځې اسلامي ډلې سره د تړاو په شک نيولى دى.

د جنرال خان وکيل وايي چې له هغه نه تېره مياشت د اسامه بن لادن د وژلو پر سر د پاکستان پر پوځي مشرتابه د نيوکو غچ اخيستل کېږي.

جنرال علي خان د حزب التحرير په غړيتوب تورن شوى، هغه ډله چې په پېښور کې د يوه ځايي ژورنالست وسيم احمد شاه په وينا يې اوس د ټولنې په ډېرو برخو کې رېښې ځغلولې دي.

برید جنرال علي خان د پاکستان راولپنډۍ په پوځي قومندانۍ کې کار کاوه، چې تېره میاشت ونیول شو. د هغه کورنۍ هغه بې ګناه بولي.

دا د پاکستان په پوځ کې تر ټولو جګپوړی پوځي افسر دی، چې په دې وروستیو کلونو کې له سخت دريځو سره په تړاو نیول کېږي.

د پاکستان د پوځي ویاند جنرال اطهر عباس بي بي سي اردو وېبپاڼې ته ویلي: ''هغه اوس په بند کې دی، او له حزب التحریر سره پرې د لګول شوي تور په اړه پوښتنې ترې روانې دي.''

حزب التحریر یو نړیوال اسلامي سازمان دی، چې د اسلامي خلافت د بېرته ژوندي کولو لپاره مبارزه کوي او مسلمان هېوادونه د اسلامي شریعت په رڼا کې قانون ته رابولي.

که څه هم دغه ډله په سوله ییز ډول خپله مبارزه پرمخ وړي، خو د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې سخت چلند ورسره کېږي.

حزب التحریر تر ډېره په لوېديځو هېوادونو کې فعال دی، او پاکستان کې هم رغنده رول لري.

د پاکستان یوه جګپوړي پوځي افسر د خپل نامه په نه ښودلو بي بي سي ته ویلي، پوځي افسران هغه مهال هک پک شول، چې له یوې سخت دریځې ډلې سره د یوه جنرال د تړاو پټ راپور ورغی.

جنرال علي خان مستقیماً د پوځ د عملیاتو په پلانولو کې برخه نه لرله، خو ویل کېږي چې هغه یو بانفوذه جنرال دی، چې ښه کاري مخینه لري.

د برید جنرال علي پلار هم یو جګپوړی پوځي افسر و، او کشر ورور یې یو د استخباراتو په اداره کې یو جګړن پاتې شوی.

د هغه زوی او اوښی دواړه په پوځ کې کپتانان دي.

Image caption حزب التحریر یو نړیوال اسلامي سازمان دی، چې د اسلامي خلافت د بېرته ژوندي کولو لپاره مبارزه کوي او مسلمان هېوادونه د اسلامي شریعت په رڼا کې قانون ته رابولي.

پوځي سرچینې بي بي سي ته ویلي، چې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال اشفاق پروېز کیاني د ښاغلي علي په اړه پوښتل شوي، خو ډېر جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.

د برید جنرال علي خان ښځه انجم د خپل میړه په حق کې لګول شوي تورونه بابیزه بولي.

نوموړې رویټرز خبري اژانس ته وویل: ''هر جنرال برید جنرال علي خان ښه پېژني. ان جنرال کیاني هم هغه پېژني. موږ هېڅ دا سوچ نه شو کولای چې د خپل پوځ پرضد فعالیت وکړو. ''

د جنرال خان کورنۍ وايي چې هغه د تېرې مۍ پر شپږمه نیول شوی.

تېر کال هم لږترلږه دوه پوځي افسران له حزب التحریر سره د تړاو په تور نیول شوي وو.

په ۲۰۰۴ کې، ګڼ ټيټ پوړي پوځي پرسونل هم د مخکني ولسمشر پروېز مشرف د وژنې په هڅو کې په مرسته تورن شوي وو.

ورته مطالب