خیبر پښتونخوا کې اورپکو لس پولیس وژلي

ټپي پولیس
Image caption په برید کې پنځه پولیس ټپیان شوي هم دي .

د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې د پوليسو پر يوې تاڼې وسله والو کسانو بريد کړی، او لس پوليس يې وژلي او هڅه یې کړې ده چې پوسته ونیسي .

بريد چې د راپورونو له مخې پنځه ساعته يې دوام کړی، لومړۍ په کې وسله والو د کلاچي سيمې پوسته نيولې، چې پوليسو بيا له اوږدې جګړې ورسته بېرته نيولې ده.

په نښتو کې دوه ځانمرګي هم وژل شوي او پنځه تنه نور پوليس ټپيان شوي دي.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین ويلي وسله والو پر تاڼې لاسي بمونه غورځولي دي .

افتخار دا هم ویلي چې په برید کې شپږ برید کوونکي وژل شوي او د برید په ځای کې د درو برید کوونکو مړي هم موندل شوي .

ښځه برید کوونکې

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

بل خوا د خیبر پښتونخوا یوه امنیتي چارواکي امتیاز شاه ویلي چې د برید کوونکو په منځ کې یوه ښځه هم وه .

عيني شاهدانو ویلي پر موټر سایکلو درو سپرو برید کوونکو، چې برقع یې اغوستې وې، له لیرې پر تاڼې لاسي بمونه غورځولي .

د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته پاکستان کې د مرګونو بریدونو لړۍ یوځل بیا تازه شوې ده .

د انځور حقوق AFP
Image caption زرداري: ''ددغې پېړۍ له پیله او رښتیا ترې له مخکې وختونو راهیسې، زموږ د زمانې مرکزي ننګونه د تندلارۍ او اورپکۍ راپورته کېدنه وه . موږ دا چې دوی ته ماتې ورکړو، بله چاره نه لرو، ځکه چې ماتې زموږ لپاره کوم غوراوی نه دی .''

بل خوا د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په تهران کې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې بیا له خپله اړخه په پاکستان کې په تېرو لسو کلونو کې د ناامنیو له کبله د اوښتي زیان یادونه وکړه او پخپل هېواد کې یې د بریدونو له کبله ۳۵ زره خلک وژل شوي او د ۶۷ میلیاردو ډالرو مالي زیان یې اړولی دی .

ښاغلي زرداري وویل چې د ترهګرۍ چاره کول باید یو لومړیتوب وي:

''ددغې پېړۍ له پیله او رښتیا ترې له مخکې وختونو راهیسې، زموږ د زمانې مرکزي ننګونه د تندلارۍ او اورپکۍ راپورته کېدنه وه . موږ دا چې دوی ته ماتې ورکړو، بله چاره نه لرو، ځکه چې ماتې زموږ لپاره کوم غوراوی نه دی .''

ورته مطالب