د مایکل جېکسن جاکټ په ۱.۸ میلیون ډالرو وپلورل شو

د مایکل جېکسن جاکټ د انځور حقوق AP
Image caption مایکل جېکسن دغه جاکټ د خپلې مشهورې "تريلير" (THRILLER) د ویلو پرمهال اغوستی و، چې پر لستوڼي یې ''د مایکل جېکسن مینه'' توری لیکل شوی و .

د پاپ موسیقۍ د مشهور امریکايي سندرغاړي مایکل جېکسن جاکټ د امریکا کلیفورنیا ایالت په لوس انجلېس کې د مزایدې پرمهال په ۱.۸ میلیون امریکايي ډالرو وپلورل شو .

په بیفرلي هېلز کې د مزایدې دفتر ''جولیان'' چې د مزایدې چارې یې چمتو کړې وې، د مایکل جېکسن دغه تور او سور رنګ لرونکی جاکټ مزایدې ته وړاندې کړ .

که څه هم جولیان تمه لرله، چې دا جاکټ په په ۴۰۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شي، خو خبره یې له تمې واوښته .

مایکل جېکسن دغه جاکټ د خپلې مشهورې "تريلير" (THRILLER) د ویلو پرمهال اغوستی و، چې پر لستوڼي یې ''د مایکل جېکسن مینه'' توری لیکل شوی و .

ددغه جاکټ پر یوه بله برخه د کالیو د مشهورو ډیزاینرانو دینیس تومکینز او مایکل بوش لپاره د ډالۍ توري ليکل شوي .

د مزایدې چمتو کوونکو دا په شلمه پېړۍ کې تر ټولو مشهور جاکټ وباله .

د ویلو ده چې ''تریلیر'' سندره د جېکسن له خوا د ۱۹۸۲ کال په سندريز البوم کې راڅرګنده شوه چې د نړۍ په ګوټ – ګوټ کې یې ۱۱۰ میلیون نسخې خپرې شوې .

مایکل جېکسن په وروستیو کې د خپلو هنري کارونو پرمهال چرمي جاکټونه اغوستل، چې د تېرې پېړۍ په ۸۰ او ۹۰مو لسیزو کې ځوانانو دغه موډ ته مخه کړه .

د مزایدې چمتو کوونکو د جېکسن نور شخصي توکي هم مزایدې ته وړاندې کړي دي .

د مایکل جېکسن دغه جاکټ د تېرې شنبې پر ورځ د هغه د ینې د دویم کلیز تر لمانځلو وروسته د هغه د مینه والو له خوا مزایدې ته وړاندې شو .

مایکل جېکسن په ۲۰۰۹ کې تر ۵۰ کلن عمر د ډېرو بې هوښه کوونکو تر کارولو وروسته ومړ .

ورته مطالب