نیجیریا: پر شراب خانې برید ۲۵ کسان ووژل

نیجیریا د انځور حقوق nema
Image caption بوکو حرام ډلې د مخکنیو بریدونو پړه پرغاړه اخیستې ده .

د نیجیریا په شمالي مایدوګوري ښار کې پر یوې شراب خانې په برید کې لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي، چې د پولیسو په وینا سخت دريځې اسلام پالې 'بوکو کرام' ډلې کړی .

پر موټر سایکلونو دوو سپرو کسانو له خوا شراب خانې ته لاسي بمونه ورغورځول شوي .

د امانوېل اوکون په نامه یوه عیني شاهد ویلي تر برید وروسته په سیمه کې ګډوډي جوړړه شوه .

که څه هم چارواکو په رسمي توګه په دغه برید کې د وژل شوو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی، خو د بي بي سي خبریال وايي چې که دا برید بوکو کرام کړی وي، تر ټولو خونړۍ برید دی .

په وروستیو میاشتو کې د نیجیریا په جنوبي دلتا او شمالي برخو کې د سخت دریځو اسلام پالو له خوا د تېلو پر یو شمېر بېخ بناوو بریدونه شوي چې ګڼې اندېښنې یې راټوکولې دي .

"بوكو حرام"

'بوکو کرام' چې پته سیمه ییزه ''هاوسا'' ژبه یې معنا ''لوېديځ تعلیم حرام دی'' ده، د نن په څېر د مخکنیو بریدونو پړه پرغاړه اخیستې ده .

د بوکو حرام مخکنی مشر محمد یوسف په ۲۰۰۹ کې د پولیسو په مرمۍ ووژل شو، چې بیا وروسته سلګونه کسان ووژل شول .

پولیسو د هغه جومات په ټانکونو ونړاوه او پر دغې ډلې یې د پوره بریا اعلان وکړ .

د انځور حقوق AP
Image caption د نیجیریا ولسمشر ګوډ لک جنتن چې نژدې یوه میاشت وړاندې یې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه، له بوکو کرام سره د خبرو غوښتنه وکړه .

د نیجیریا ولسمشر ګوډ لک جنتن چې نژدې یوه میاشت وړاندې یې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ لوړه وکړه، له بوکو کرام سره د خبرو غوښتنه وکړه .

میدوګوري ښار چې د نیجیریا له پلازمېنې ابوجا څخه شاوخوا ۸۷۲ کیلومتره لیرې واټن لري، بوکو حرام ډله ډېره فعاله ده چې د پلویانو شمېر یې تر زرګونو رسېږي .

دغه ښار له چاد، کامیرون او نیجر سره پوله لري .

د بورنو دغه ښار، چې نننۍ پېښه په کې شوې، د نیجیریا یو له هغو ۱۲ ولایتونو څخه دی، چې اسلامي شریعت په کې پلی کېږي .

ورته مطالب