په برتانيا کې د عامه خدمتونو د کارکوونکو اعتصاب

Image caption اتحاديي وايي اووه نیم سوه زره ملکي کارکوونکي به خپل کارونه په ټپه دروي.

برتانیا په تېرو څو کلونو کې له یوه ستر اعتصاب سره مخامخ ده. د عامه خدمتونو کارکوونکي د حکومت له لورې په تقاعدونو کې د وړاندیز شوو تغیراتو پر ضد اعتصاب کوي.

اتحاديي وايي اووه نیم سوه زره ملکي کارکوونکي به خپل کارونه په ټپه دروي.

په انګلینډ او والز کې به نژدې دولس زره ښوونځي یا تړلي وي او یا به د ښوونکو د اعتصاب له کبله اغیزمن شي.

مسافرینو خبرداری ورکړی چې د کډوالو د چارو د مشرانو اعتصاب به د دوی تګ راتګ د خنډ او ځنډ لامل شي.

د اتحاديي مشران وايي عامه سکتور اړ ویستل شوی چې د دغه سخت سپمايي پروګرام اغیزو ته غاړي کیږدي.

د برتانيا لومړي وزیر ډیویډ کامېرون دغه اعتصاب نامسولانه بللی دی.

ورته مطالب