''ټرانسفرمرز'' فلم په ټوله نړۍ کې ۳۷۲ میلیون ډالر وګټل

ټرانسفرمرز فلم
Image caption د ''لېږدوونکو'' فلم بودیجه شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالره وه، چې لسګونه میلیون ډالر یې پر اشتهار او اعلان ولګول شول .

د راپورونو له مخې، Transformers… Dark of the Moon ''لېږدوونکي... د سپوږمۍ تیاره'' فلم تر ټولو نویو فلمونو مخکې شوی او له تېرې پنجشنبې راهیسې تر نندارې وړاندې کېدو ووسته په ټوله نړۍ کې ۳۷۲ میلیون ډالر ګټلي دي .

د علمي خیال پر بنسټ دغه جوړ شوي فلم یوه امریکايي فلم جوړوونکي مایکل بې له عصري اوریزې ټیکنالوجۍ په ګټې اخیستو جوړ کړی، چې د ''لېږدوونکو'' د فلمي لړۍ درېیمه برخه ده .

دغه فلم په تېرو څو کلونو کې ډېر مینه وال لرل .

د فلم کیسه له بلې نړۍ څخه د راغلو لېږدوونکو کایناتو او شکلونو له لوري د ځمکې پر کنټرول په جګړه راڅرخي .

دغه فلم خلکو د اوونۍ په رخصتیو او د امریکا د ازادۍ د جشن د رخصتۍ پرمهال ډېر کتلی دی .

Image caption دغه فلم خلکو د اوونۍ په رخصتیو او د امریکا د ازادۍ د جشن د رخصتۍ پرمهال ډېر کتلی دی .

د فلمونو تولیدوونکي پارامونت پیکچرز شرکت د اټکل له مخې، چې تر دوشنبې پورې دغه فلم یوازې په متحده ایالتونو او کاناډا کې ۱۸۱ میلیون ډالر ګټلي .

او له جمعې ورځې راهیسې تر یکشنبې پورې یې په درو ورځو کې ۹۷.۴ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي .

په دې موده کې د امریکا او کاناډا د فلمونو د نندارې په نړۍ کې دا تر ټولو ډېر پیسې دي، چې ترې وړاندې د ''عنکبوتي سړي'' د فلمونو دویمې لړۍ په ۲۰۰۴ کال کې د ۸۸ میلیون ډالرو په ګټلو سره ریکارډ مات کړی و .

د ''لېږدوونکو'' فلم بودیجه شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالره وه، چې لسګونه میلیون ډالر یې پر اشتهار او اعلان ولګول شول .

ورته مطالب