اسلام اباد کې د همجنس بازانو محفل ناندرۍ راپورته کړې

همجنس بازان
Image caption د پاکستان په قانون کې همجنس بازي جرم دی .

د پاکستان ځينو اسلام پاله سخت دريځ، او ديني علماوو تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د امریکا په سفارت کې د همجنس بازانو له خوا له خپلو حقونو ددفاع په تړاو د محفل په اړه لفظي شخړې رامنځ ته کړې .

جماعت اسلامي په پاکستان کې پر ټولو لویو اسلامي ګوندونو غږ کړی چې دا ډول کړنې ''کولتوري ترهګري'' وبولي.

دغه ګوند په یوه خپره کړې وینا پاڼه کې د نورو مذهبي ډلو په استازیتوب ویلي، دغه محفل پر پاکستان تر بې پیلوټه الوتکو وروسته دویم لوی خطرناک برید دی .

اسلام پالو چارواکو له پاکستاني حکومت غوښتي چې په دغه محفل کې ګډون کوونکي ونیسي، ځکه چې په وینا یې دا ''د اسلامي امت په سینه کې د خنجر وهلو په معنا دی.''

"د ټولنې ټيټ کسان"

دا لومړی ځل دی چې امریکايي سفارت دا ډول محفل جوړوي .

دغه محفل ته چې د تېرې جون پر ۲۶مه جوړ شوی و، په اسلام اباد کې د امریکا سفیر ریچرډ هوګلاند هم ورغلی و .

د امریکا سفارت ویلي له دې محفل جوړولو یې هدف په پاکستان کې د نارینه او ښځينه همجنس بازانو او جنسي کمزورۍ لرونکو کسانو له حقونو دفاع کول دي .

خو د اسلامي جماعت ویناپاڼه کاږي، ''دغه خلک د ټولنې د ټيټې طبقې کسان دي .''

په ویناپاڼه کې دا هم راغلي چې ''دوی نه پاکستانیان او نه هم مسلمانان دي، او امریکا چې له دوی او ددوی له حقونو کومه دفاع کړې، دا د پاکستان پرضد تر ټولو لوی کولتوري ترهګري ده .''

په پاکستان کې د همجنس بازانو ترمنځ اړیکه نیول ناقانونه دي .

"په هرګام کې "

که څه هم د پاکستان د سزا په قانون کې د همجنس بازانو خبره په ډاګه نه ده راغلې، خو دا يې ویلي چې ''د طبیعت پرضد بدني جماع'' جرم دی .

ملګرو ملتونو ویلي، دا کار هېڅ غرامت یا سزا نه لري، او نه هم باید تورن کس په عمري بند محکوم شي .

هوګلاند د محفل پرمهال وویل، هېواد یې په پاکستان کې د همجنس بازانو، جنسي کمزوري لرونکو کسانو او 'نرښځيو' له حقونو دفاع کوي .

په پاکستان کې د امریکا سفارت خپره کړې ویناپاڼه وايي ''غواړو هرڅه روښانه کړو، دلته د امریکا سفارت ستاسې د ملاتړ او په دې اوږده لاره کې ستاسې ترڅنګ د درېدو لپاره دی . ''

Image caption د پاکستاني قانون له مخې همجنس بازانو ته له دوو کلونو تر عمري بند پورې سزا ده .

د سفارت په وینا، په دې محفل کې چې د همجنس بازانو له حقونو د نړیوالو ټولنو ملاتړو ډلو په کې ګډون کړی و، ۷۵ کسان ورغوښتل شوي وو .

ددې ترڅنګ، د سفارت چارواکو ویلي، دې محفل ته یو شمېر بهرني پوځي چارواکي او دپلوماتان او همدارنګه د همجنس بازانو د حقونو ددفاع ځينې پاکستاني فعالان هم ورغلي وو .

ورته مطالب