جنوبي سودان په رسمي توګه له شماله جلا شو

بان کي مون او عمر البشیر
Image caption د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د جنوبي سودان اوسېدونکو ته د جلا کېدو مبارکي ورکړه .

جنوبي سودان بېګا نیمه شپه تر هغه ریفرنډم وروسته ازادي اعلان کړه، چې شپږ میاشتې وړاندې ترسره شو .

د شمالي سودان حکومت هغه په رسمي توګه په رسمیت وپېژانده او د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هغه د جنوبي سودان خلکو ته مبارکي ورکړه .

سودان تر تېرې جمعې ورځې پورې د افریقا تر ټولو لوی هېواد و .

له شمالي سودان څخه د جنوبي سودان د جلا کېدو به په رسمي توګه اعلان د جنوبي سودان د وژل شوي مشر، جان ګرنګ د قبر ترڅنګ، چې په ۲۰۰۵ کې د چورلکې په رالوېدو کې ووژل شو، وشي .

د شمالي او جنوبي سودان د ښکېلو ډلو ترمنځ په کورنیو جګړو کې نژدې دوه میلیون کسان ووژل شول .

وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شوری په نیویارک کې د جنوبي سودان پر سر په جوړه شوې غونډه کې دغه هېواد ته د امنیت شوری د اوو زرو سوله ساتو سرتېرو د استولو په اړه رایه ورکړه .

Image caption تېر بېګا د سوېلي سودان اوسېدونکو د خپلواکۍ جشن په اتڼونو ولمانځه .

په پام کې ده چې له شمالي سودان څخه د جنوبي سودان د جلا کېدو د رسمي اعلان لپاره د نړۍ پر یو شمېر جګپوړو چاروکو سربېره د ۳۰ افریقايي هېوادونو مشران ګډون وکړي .

جنوبي سودان به د افریقا ۵۴ خپلواک هېواد شي .

ورته مطالب