سعدالحريري: د حزب الله وسلې په لبنان کې ستره ستونزه ده

سعدالحریري
Image caption الحریري له یوه سیمه ییز تلوېزیون سره د فرانسې له پاریس څخه په مرکه کې وویل:''حزب الله په دې وسلو څه کول غواړي؟ ''

د لبنان مخکني لومړي وزیر سعدالحریري پر حزب الله ډلې سخت لفظي برید کړی او وايي چې د لبنان د کورنیو شخړو او ناخوالو اصلي سرچینه همدغه ډله ده.

نوموړي ویلي، چې دغه شیعه ډله په لبنان کې تر نورو ډلو ډېرې وسلې لري، چې هېواد یې له ناامنۍ سره مخامخ کړی.

سعدالحریري پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې د نجیب میقاتي په مشرۍ اوسنی حکومت راوپرځوي.

نوموړي ویلي، د جرمونو نړیوالې محکمې ته یې د حزب الله ډلې د هغو څلورو غړو نومونه سپارلي، چې د هغه د پلار او د لبنان د مخکني ولسمشر رفیق الحریري د وژنې تور پرې لګېدلی.

هغه وویل: ''د حزب الله وسلې په لبنان کې د ناخوالو یوازېنۍ سرچینه ده، حزب الله پوهيږي چې په خپلو وسلو څه کوي، له حزب الله سره زموږ ستونزه یوازې د وسلو پرسر ده، دا پخپله د حزب الله ستونزه هم ده.''

الحریري له یوه سیمه ییز تلوېزیون سره د فرانسې له پاریس څخه په مرکه کې وویل:''حزب الله په دې وسلو څه کول غواړي؟ ''

خو حزب الله وايي چې د اسراییلو پرضد د مبارزې لپاره لانورو وسلو ته اړتیا لري، خو په ۲۰۰۸ کال یې دغه وسلې د الحریري د پلویانو پرضد کارولې وې، چې په لړ کې یې له دواړو ښکېلو غاړو ۸۱ کسان ووژل شول.

د الحریري راپرځول

حزب الله او پلویان یې، چې مشهور یې د میشل عون په مشرۍ د ملي ازادۍ ګوند وی، د سعدالحریري ملي ایتلافي حکومت ړنګ کړ، چې د حزب الله ډلې وزیران هم په کې وو.

Image caption نصرالله:''نړیواله محکمه غواړي، چې حزب الله د امریکا په ملاتړ تورن کړي.''

ایتلافي حکومت هغه مهال ړنګ شو، چې سعدالحریري د خپل پلار د مړینې په تړاو د جرمونو د څېړنې نړیوالې محکمې غوښتنه رد کړه.

د حزب الله سیاسي او پوځي دواړې څانګې هغه ادعاوې ردوي، چې وايي د ۲۰۰۵ د فبرورۍ پر ۱۴مه د رفیق الحریري په ګډون د پلازمېنې بیروت په یوه ساحلي هوټل سانت جورج کې د شوې چاودنې له کبله ۲۳ کسان ووژل شول، چې حزب الله یې په پلانولو کې لاس درلود.

ورته مطالب