سور صليب: په پاکستان کې بشري هڅې خطرناکې شوي

پاکستان
Image caption د سره صليب ځانگړې اندېښنه، د کړکېچنو سيمو پر ولسي وگړو چې د مرستو ورسول گران دي او پر هغو وگړو ده چې واکمنو نيولي دي.

د سره صليب نړيواله کمېټه وايي په تېره مۍ کې د امريکايي ځانگړو ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته په پاکستان کې تاوتريخوالى ډېر شوى او له بهرنيو موسسو سره همکاري ډېره گرانه شوې ده.

په پاکستان کې د سره صليب د عملياتي برخې مشر په جينوا کې د خبرو پر مهال وويل، اټکل نه کوي چې حالات دې په نژدې راتلونکې کې ښه شي.

هغه، دا په نړۍ کې د مرستې خورا پېچلي او خورا خطرناک عمليات وبلل.

په پاکستان کې د سره صليب عمليات تر ټولو ستر دي.

دغه عمليات چې په اصل کې په افغانستان کې د لا پراخو بشري مرستو د ملاتړ لپاره پيل شوي وو، په قبايلي سيمو کې د تاوتريخوالي او د پروسږنو سېلابو په څېر طبيعي ناورينو له امله اوس پخپله پر داسې يوه پروگرام اوښتي چې شاوخوا ٢٥٠ زرو تنو ته د استوگنې دايمي کوډلې چمتو کوي.

خو په پاکستان کې د سره صليب د عملياتي برخې مشر، پاسکال کتات وويل چې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د مرستو رسول خورا پېچلي شوي دي.

ښاغلي کتات، د حالاتو په دې تته ارزونه کې وويل د سره صليب اټکل دادى چې وضعه به په راتلونکو مياشتو کې هم په همدې ډول پاتې وي.

د سره صليب ځانگړې اندېښنه، د کړکېچنو سيمو پر ولسي وگړو چې د مرستو ورسول گران دي او پر هغو وگړو ده چې واکمنو نيولي دي.

سور صليب له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دى چې نيول شويو وگړو ته يې ورپرېږدي، خو وايي چې تر اوسه کوم تړون نه دى شوى.

ورته مطالب