د برتانوي ژورنالستانو د ناقانونه کړنو زوږ ډېرېږي

نیوز آف ده ورلډ د انځور حقوق REUTERS
Image caption په لومړي سر کې اټکل دا و چې ښايي دا يوازې د ښاغلي مرداک يوه ورځپاڼه ، 'نيوز آف ده ورلډ' وي چې په پټه د سياستوالو، سلطنتي کورنۍ د غړو، د ترهگريزو بريدونو د قرباناينو او آن په افغانستان کې د وژل شويو پوځيانو دکورنيو د غړو ټېلېفونونه يې په پټه اورېدل او را ايستلي معلومات يې خپرول.

په برتانيا کې شخصي ټېلېفونو ته په پټه د ژورنالستانو د غوږ نيونې يا په ناقانونه ډول پټو شخصي معلوماتو ته د لاس موندنې لانجه نوره پراخه شوې او د مطبوعاتو پر يوه لويه امپراتورۍ يې چې دغو ژورنالستانو ورته کار کاوه، فشار ډېر کړى دى.

دغو تورونو لا دمخه د روپرت مرداک د مطبوعاتي شرکت يوه مهمه ورځپاڼه له منځه وړې، خو د بي بي سي له خوا نوي برسېره شوي معلومات څرگندوي چې ښايي د ښاغلي مرداک دوو نورو ورځپاڼو هم، د مخکني صدراعظم گورډن براون د مالي امکاناتو او د هغه د کوچني زوى د روغتيا په اړه په پټه معلومات راټول کړي وي. دا رسوايۍ په داسې حال کې توده شوې چې ښاغلي مرداک غوښتل د برتانيا د سکاى لوى ټلويزيوني شرکت بشپړ وپېري.

په لومړي سر کې اټکل دا و چې ښايي دا يوازې د ښاغلي مرداک يوه ورځپاڼه ، 'نيوز آف ده ورلډ' وي چې په پټه د سياستوالو، سلطنتي کورنۍ د غړو، د ترهگريزو بريدونو د قرباناينو او آن په افغانستان کې د وژل شويو پوځيانو دکورنيو د غړو ټېلېفونونه يې په پټه اورېدل او را ايستلي معلومات يې خپرول.

خو بي بي سي ته اوس جوته شوې چې د روپرت مرداک دوه نورې ورځپاڼې – 'سنډى ټايمز' او 'سن' هم په پټه د پخواني صدراعظم د شخصي او د هغه د زوى د روغتيايي معلوماتو په تر لاسه کولو کې ښکېل وې. د ښاغلي براون کورنۍ ته نژدې وکيله، شارلت هاريس وويل چې دا ادعاوې بايد وپلټل شي:

"سملاسي لا روښانه نه ده چې ښاغلى براون څه کول غواړي. خو موږ ته جوته شوې چې هغه دا موضوع ډېره جدي بولي چې بايد وپلټل شي، ځکه د چا د شخصي معلوماتو لټول، په هر حالت کې چې وي، يو ناوړه کار دى."

د روپرت مرداک له مطبوعاتي امکاناتو نه د برتانيا دواړو لويو گوندونو د ځان په گټه کار اخيستى دى.

خو مخالف گوند ددې نوې لانجې تر ټوکېدو وروسته، پر واکمن محافظه کار گوند بريدونه ډېر کړي دي. د ښاغلي مرداک ځينې ورځپاڼې، نه يوازې د صدراعظم ډېوېډ کېمران د تگلارو ملاتړ کوي، چې يو مهم مشر يې انډي کولسن، د لنډې مودې لپاره د هغه د وياند په توگه هم ټاکل شوې و.

کولسن اوس پخپله په پټه د ټېلېفوني مخابرو د اورېدو په تور تر پلټنو لاندې دى.

له دې سره جوخت د هغو پوليسو په اړه هم پلټنه پيل شوې چې ويل کېږي دغو ژورنالستانو د معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره پيسې ورکړي دي.

ورته مطالب