عباس: کونړ او نورستان د طالبانو سنګر دی

اطهر عباس
Image caption پاکستان هماغه وخت خپله اندېښنه په ډاګه کړه چې ناټو خپلې اډې له نورستان او کونړ نه اېستلې.

د پاکستان پوځ وايي د پاکستان ډېری تندلارې ډلې او د هغوی مشران چې ملا فضل الله، فقير محمد، عبدالولي او حکيم الله هم په کې شامل دي د افغانستان په کونړ او نوروستان ولايتونو کې يې سنګرونه جوړ کړي دي.

د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي چې دغې ډلې له پولې د پاکستان غاړې ته ور اوړي او ترهګريز بريدونه کوي.

جنرال اطهر عباس له بي بي سي اردو سروېس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، هغه مهال چې ناټو ځواکونو د کونړ او نورستان له سيمو نه خپلې پوځي اډې وېستلې، هماغه وخت پاکستان خپله اندېښنه په ډاګه کړه.

دی وايي له مياشتو مياشتو وروسته د پاکستاني پوځ دا اندېښنه پرځای وخته.

د پاکستان د دير سيمې په يوه کلي کې د پاکستان د ۲۷ پوځيانو د وژنې پر وېډيو د تبصرې پر مهال ښاغلي عباس وويل چې دا د جون د اولې پېښه ده او دا چې دا څه ډول کسانو وکړه او په کومو حالاتو کې تر سره شوه.

د دغې پېښې د جزيياتو ورکولو پر مهال جنرال اطهر عباس وويل چې د جون په لومړۍ نېټه له پنځوسو تر شپېتو تندلارو چې د سوات د طالبانو له تحريک سره يې اړيکي لرل د افغانستان له کونړ نه پاکستاني غاړې ته ور واوښتل او د امنيتي ځواکونو پر پوسته يې بريد وکړ.

د بريد پر مهال په پوسته کې ۲۳ امنيتي سرتېري موجود وو او تندلارو په بې رحمانه ډول دوی ووژل.

جنرال اطهر عباس وويل دغې پوستې ته د نژدې کلي، شلتالو خلک ځايي طالبانو يرغمل کړي وو او شپږو ښوونځيو ته يې اور هم اچولی وو.

ده وويل چې قومندان حفيظ الله عرف کوچوان، مفتي الدين عرف شبر او تور ملا د دير هغه درې قومندانان وو چې د بريدګرو مشري يې کوله.

ښاغلي عباس وويل چې دغه طالبان له دير نه کونړ ته تللي او هلته يې ځانته خوندي پټنځايونه جوړ کړي دي.

Image caption پاکستان له افغانستان سره پر پوله ۹۰۰ پوستې لري چې نژدې ۱۵۰ زره پوځيان په کې دي.

د دغو ډلو پر وړاندې د عملياتو کولو په اړه د يوه سوال په ځواب کې جنرال اطهر عباس وويل چې د پاکستان پوځ خو په کونړ کې د دغو ډلو پر ضد د عملياتو اجازه نه لري، خو په پېښور کې د دې لپاره يوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

ده وويل دغې کمېټې ته ټولې بېلګې او حقايق ور سپارل شوي او همدا کمېټه به پرېکړه کوي چې د دغو کسانو پر وړاندې څه ډول چلند وشي.

له افغانستان سره پر پوله د پرتو پاکستاني پوځيانو د شمېر په اړه ښاغلي عباس وويل چې د پاکستان پوځ، پر پوله ۹۰۰ پوستې جوړې کړي دي.

د ده په وينا په دغو ۹۰۰ پوستو کې شاوخوا يو لک ۴۷زره پوځيان ځای پر ځای دی. خو په خبره يې له پولې پورې غاړه دومره سرتېري نه شته.

دی وايي همدا لامل دی چې له پولې پورې غاړه د وسله والو تندلارو په کابو کولو کې ستونزې پیدا کېږي.

خو افغان حکومت د پاکستاني چارواکو دا ادعاوې نه مني، افغان حکومت بيا وايي چې د افغان وسله والو طالبانو يو شمېر ډلو ته پاکستان، په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی.

دوی وايي کابو دوه اوونۍ وړاندې په نورستان کې بريد د دې یوه ښه بېلګه ده چې له کبله يې ۳۳ سرحدي پوليس ووژل شول.

افغان سرحدي چارواکي وايي دغه بريدګر له پاکستان نه افغانستان ته ور اوښتي وو، خو پاکستان دغه ادعا نه مني.

ورته مطالب