اوباما دالای لاما ته د بشري حقونو د ملاتړ ډاډ ورکړ

اوباما او دالای لاما د انځور حقوق BBC World Service
Image caption اوباما له دالای لاما سره د تېر ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې هم کتلي وو، چې له کبله یې د پکین غصه راوپارېده.

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په سپينه ماڼۍ کې د تبت له مذهبي مشر دالای لاما سره وکتل او په تبت کې یې د بشري حقونو د ملاتړ پر اړتیا ټينګار وکړ.

د متحده ایالتونو ولسمشر بارک اوباما د تبت له مذهبي مشر دالای لاما سره وکتل.

اوباما او دالای لاما داسې مهال له یوبل سره کتلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ټینګار درلود، دغه لیده کاته ونه شي.

په سپينه ماڼۍ کې د ولسمشر اوباما او دالای لاما ترمنځ د خبرو اصلي موضوع په تبت کې د بشري حقونو د ملاتړ پر اړتیا راټوله وه.

سپينې ماڼۍ په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، امریکا یوځل بیا ټینګار کوي، چې تبت د چین یوه برخه ده.

امریکايي ولسمشر یوځل بیا د دالای لاما د پلویانو او چینايي حکومت ترمنځ پر خبرو ټینګار وکړ، چې په دې سره د چین او تبت ترمنځ موجوده شخړه پای ته ورسوي.

د امریکا ادارې ویلي، په سپينه ماڼۍ کې د اوباما او دالای لاما ترمنځ لیده کاته په دې مانا دي چې ولسمشر اوباما په تبت کې مذهبي، کولتوري او ژبنیو ځانګړتیاوو او د بشري حقونو دفاع ته اهمیت ورکوي.

د امریکا د کانګرس غړو د تېرې جمعې پر ورځ پر اوباما له دالای لاما سره د لیدو په اړه نیوکه وکړه.

اوباما له دالای لاما سره د تېر ۲۰۱۰ کال په فبرورۍ کې هم کتلي وو، چې له کبله یې د پکین غصه راوپارېده.

ورته مطالب