IMF: په یورو سیمه کې اقتصادي کړکېچ ناوړه کېږي

آی ایم اېف د انځور حقوق Reuters
Image caption د بيسو نړيوال صندوق ستره اندېښنه دا ده چې د پورونو کړکېچ لا پسې ناوړه کېږي، په تېره بيا که د يوروسيمې مرکزی هېوادونو ته وغځېده.

د پيسو نړيوال صندق خبرداری ورکړی که په يورو سيمه کې اقتصادي کړکېچ ناوړه کېږي، کېدی شي سترې نړيوالې پايلې ولري.

د دغې سيمې د اقتصادي لرليد په يوه ارزونه کې، آی اېم اېف وايي د تګلارې نور پرېکنده ګامونه هم اړين دي.

د بي بي سي د اقتصادي چارو خبريال اندرو واکر به خپل راپور کې وايي:

د پيسو نړيوال صندوق د څرګندو توپيرونو انځور ورکوي. د يورو په منځنۍ سيمه، د جرمني هېوادونو کې اقتصادي رغېدنه نرمه ده.

نور غړي هېوادونه د راپور په وينا په بد حالت کې دي. اوس د پرکېنده ګامونو اخيستلو غږ شوی، چې د شخصي سکتور په اړه روڼوالی هم په کې شامل دی.

اروپا له اوونيو راهيسې له دې مسالې سره په بې پايلې ډول لاس او ګرېوان ده چې بانکونه بايد يونان ته په دوهمه مالي ورکړه کې مرسته وکړي که څنګه؟ (IMF) دا خبره هم کوي چې هېوادونه بايد په پرله پسې ډول د پور اخيستنې خپلې اړتياوې راکمې کړي، او اروپا بايد بايد د ژغورنې پور اسانتيا کچه زياته کړي.

راپور دا هم وايي دغه اسانتيا بايد نوره هم نرمه وي او دا واک ورکړی شي چې مالي بازارونو ته لاړه شي او له ستونزو سره مخامخ هېوادونو پورونه واخلي.

(IMF) ويلي د يورو سيمې بانکونه بايد خپله پانګه نوره هم لوړه کړي چې په ستونزمنو پورونو کې د تاوان پر وړاندې خپل ځانونه وساتلی شي.

د بيسو نړيوال صندوق ستره اندېښنه دا ده چې د پورونو کړکېچ لا پسې ناوړه کېږي، په تېره بيا که د يوروسيمې مرکزی هېوادونو ته وغځېده.

دغه کړکېچ دواړو نړيوال او اروپايي اقتصادونو رغېدو پر وړاندې خطر راپورته کوي. ټاکل شوې چې د يورو سيمې مشران د پنجشنبې زيارت پر ورځ يوه سرمشريزه وکړي، او د ځينو دغو ستونزو د غم خوړنې هڅه وکړي.

ورته مطالب