پېټرياس: پاکستان د باور وړ ملګری دی

جنرال پېټرياس
Image caption د پاکستان او امريکا اړیکې اوس له يوه سخت پړاو نه تېريږي.

په افغانستان د امريکايي ځواکونو پخواني جګپوړي قومندان جنرال ډېوېډ پيټريوس او د امريکا د څارګرې ادارې 'سي، آی، اې' نوي مشر ويلي دي چې دی پاکستان د القاعدې شبکې پر وړاندې جګړه کې د ' باور وړ' ملګري په توګه پېژني.

په افغانستان کې د خپلې دندنې له پرېښودو وروسته امريکا ته پر لاره ښاغلی پېټريوس په پاريس کې تم شو. ده دغلته يوه خبري کنفرانس ته وويل: ''زما په ګمان 'پاکستان' القاعده او پاکستاني طالبان ختمول غواړي.''

جنرال پېټريوس دا هم وويل چې: ( دا خبره د باور وړه ده چې هغوی 'پاکستان' ته دا پته نه وه چې اسامه بن لادن په اېبټ اباد کې په يوه کور کې غلی شوی دی.

هغه وويل پاکستان د تندلارو پر ضد کلک عمليات کړي، خو د يو شمېر نورو کسانو د له منځه وړلو لپاره يقينآ چې نورو ګامونو اخيستو ته هم اړتيا ده، چې په هغو کې په شمالي وزيرستان کې د القاعدې شبکه او په بلوچستان کې طالبان شامل دي.

ښاغلي پېټريوس وويل د امريکا او پاکستان ترمنځ اړيکې اوس له يوه سخت پړاو نه تېرېږي. هغه د پاکستان له څارګرې ادارې آی اس آی سره اړيکې 'ستونزمنې' وبللې، خو د پاکستاني طالبانو پر وړاندې يې د دغې ادارې د هڅو ستاينه وکړه.

''د دوی د عملياتو د کولو هم يو حد دی. هغوی په يو شمېر سيمو کې عمليات پيل کړي او اوس په دغو سيمو کې د خپلو سنګرونو پرمظبوطولو بوخت دي.''

د فرانسې خبري اژانس اې اف پي د راپور له مخې جنرال پېټريوس ويلي که له پاکستان سره اړېکې څومره ترينګلي شي، بيا هم له پاکستان سره يو ځای کار، مهم دی.

''موږ بايد په دې اعتراف وکړو چې پاکستان په دې جګړه ډېرې قربانۍ ورکړي دي. په دې کې د پوليسو او پوځ ترڅنګ عامو خلکو هم له خپل ژوند نه لاس وېنځلی دی.''

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن پاکستان ته ويلي دي چې خپله خاوره دې د نورو په واک کې نه ورکوي چې بريدونه ترې وشي.

'' پاکستان دې په افغانستان کې د پخلاينې له بهير سره د وارنکارو د ور ګډولو لپاره پر هغوی فشار راوړي او خپله خاوره دې پر افغانستان او هند د بريدونو لپاره و نه کاروي.''

ورته مطالب