ناروې: په بریدونو کې د سخت دريځي مسيحي لاس و

ناروې د انځور حقوق AFP
Image caption په سلګونو خلک د واکمن کارګر ګوند له لوری تنظيم شوي يو دوبني کمپ کې راغونډ شوي وو

د ناروې پولیسو ویلي د اوسلو په منځ او د زلميانو پر يوه کمپ په بریدونو کې لږترلږه ۹۱ کسان وژل شوي، چې په غالب ګمان په دې برید کې د یوه سخت دريځي مسيحي لاس و.

پولیس وايي، دغه کس، چې په اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي، له پولیسو سره په پلټنو کې مرسته کوي.

پولیسو ددغو بریدونو په تور یو ۳۲ کلن ځوان نیولی، چې د ناروې جنیست لري او له یوې سخت دريځې مسیحي ډلې سره تړاو لري.

په بریدونو کې د وژل شوو شمېر تر ۹۱ پورې رسېدلی دی.

مخکنی راپور

په ناروې کې پوليس وايي اوس څرګنده شوې چې له پلازمېنه اوسلو سره نژدې (اوټېيا) ټاپو د زلميانو پر يوه کمپ ډزو پېښه کې لږترلږه اتيا کسان وژل شوی دي.

دوی وايي ډېر نور ټپيان دي، او کېدی شي د وژل شويو کسانو شمېر نور هم لوړ شي.

په سلګونو خلک د واکمن کارګر ګوند له لوری تنظيم شوي يو دوبني کمپ کې راغونډ شوي وو کله چې د پوليسو افسر په جامو کې يوه ټوپکوال په بې توپيره ډول ډزې وکړې.

د برید عکسونه وګورﺉ

پر ځينو زلميانو هغه مهال ډزې شوې چې هڅه يې کوله په لامبو خوندي ځای ته ووځي.

له دغې پېښې دوه ساعته مخکې د پلازمېنې اوسلو په منځ کې يوې بمي چاودنې اووه کسان ووژل، چې لومړي وزير د دفتر په ګډون د حکومتي ودانيو ترمنځ شوې وه.

پوليس د ډزو او بمي چاودنې پېښو سره په تړاو له يو ۳۲ کلن نارويجي سړي پوښتنې ګروېږنې کوي.

دوی وايي دغه شکمن کس چې (اندرېس بېرېنګ برېوېک) نومېږي له اسلامي ډلو سره کومې معلومې اړيکې نه لري.

Image caption دا لومړی ځل دی چې په ناروې کې دومره درنه چاودنه کېږي. دغه هېواد تل يو ارام او خوندي هېواد ګڼل کېده.

ناروې دوه ګونو بريدونو لړزولې، يو يې په پلازمېنه اوسلو کې ستره بمي چاودنه وه، او بل هم د ډزو بريد و چې د واکمن کارګر ګوند د ځوانانو پر يوه غونډه شوی دی.

د ناورې پلازمېنې اوسلو کې سترې چاودنې تر دې مهاله اووه کسان وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړی دي.

پوليس وايي پېښه د يوه بم چاودنه وه، چې د ناروې د لومړی وزير د دفتر په ګډون د دولتي ودانيو په منځ کې شوې ده.

خو پوليس وايي لومړی وزير خوندي دی. ګڼ شمېر ودانۍ زيانمنې شوې او د هغو کسانو پلټنه روانه ده چې کېدی شي په ودانيو يا نړېدليو ځايونو کې بند پاتې وي.

د ناروې لومړی وزير ين سټولټنبرګ، چې دفتر يې په بمي چاودنه کې زيانمن شوی، حالت "ډېر جدي" بللی دی.

په همدې مهال د ناروې پوليسو د دې پخلی کړی چې د يو ټوپکوال په ډزو کې لس کسان وژل شوي دي.

دغه کس پر هغو ځوانانو په بې توپيره ډول ډزې کړې چې د پلازمېنې اوسلو په شمال لوېديځ کې يوې غونډه کې راټول شوي وو.

هغه پوليس چې د اوسلو له مرکزي برخې يې خلک ايستلي وايي بمي بريد او د ډزو پېښه سره تړلې دي.

د موټر ويجاړې شوې تنې

څو ساعته وروسته له هغه چې بمي بريد اوسلو ولړزوله، چارواکيو وويل خلک لا تر اوسه د زيانمنو شويو ودانيو دننه دي، چې په ځينو کې يې اور لګېده.

د حکومتي ودانيو سيمې ځينو انځورونه چې پر ټلوزيون ښودل کېدل، پر سړکونو په کې ډبرې او ماتو شويو کړکيو ټوټې ليدل کېدې، او د بريد له ځايه لوخړې پورته کېدې.

د چاودنې په ځای کې لږترلږه د يوه ويجاړ شوي موټر تنه هم ليدل کېده.

ښاغلي سټولټنبرګ د ناروې ټلوزيون ته په ټليفوني خبرو کې وويل د حکومت ټول وزيران خوندي دي.

ده وويل پوليسو ورته سپارښتنه کړې چې د خپل اوسنی ځای په اړه معلومات ورنه کړي. خو داسې فکر نه کېږي چې دی دې د جمعې پر ورځ په مرکزی اوسلو کې و.

ورته مطالب