د حمزه بابا پر مزار وسله والو بريد کړی

پاکستان، پېښور د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حمزه بابا د ۸۷ کلونو په عمر په ۱۹۹۴ کال کې ومړ.

د پاکستان په خېبر پښتونخوا کې وسله والو د پښتو ژبې د یوه ستر اديب او شاعر په مزار بريد کړی، خو مقبرې ته يې زيان نه دی رسېدلی.

د ستر شاعر او د غزل د بابا، امير حمزه خان شينواري مزار له افغانستان سره پر پوله پرته سيمه، لنډي کوتل کې دی.

د دغه زيارت يو ساتونکی اکرام شينواری وايي چې وسله والو تېره شپه د حمزه بابا پر مزار د بمونو بريد وکړ او له دوی نه يې وغوښتل چې تسليم شي او زیارت پرېږدي، خو د ده په خبره دوی ورسره مقاومت وکړ.

ده په سيمه کې د بي بي سي خبريال ته ويلي چې د بريدګرو شمېر د څلورو او پنځو په شاوخوا کې وو، خو د ده په وينا کليوالو ورته ويلي چې بريدګر له شلو هم زيات وو.

ښاغلي شينواري زياته کړه پخپله د حمزه بابا مقبرې او دغه راز تر څنګ يې جوړ شوي کتابتون ته زيان نه دی رسېدلی او يوازې د مزار ديوالونو ته زيان اووښتی دی.

دی چې له دغو وسله والو بريدګرو سره جنګېدلی وايي، بريدګر له څه ځنډ مقاومت وروسته وتښتېدل او یوې خوا ته هم ځاني زيان نه دی رسېدلی.

د پاکستان حکومت د دغه مزار لپاره پنځه تنه ساتونکي ګمارلي وو، چې اکرام شينواری د دوی له ډلې يو دی.

حکومت دغه ګام له هغه وروسته واخيست چې په خېبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سيمو کې وسله والو ټوپک والاوو د سيمې پر مهمو زيارتونو بريدونه وکړل.

د دغو بريدونو په لړ کې يو هم په پېښور کې د پښتو ژبې د ستر شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار وو چې وسله والو په بمونو والوځاوه.

حمزه شينواری چې په لر او بر پښتنو کې يې د غزل بابا نوم ګټلی د خېبر پښتونخوا د لنډي کوتل په سيمه کې په ميلادي ۱۹۰۷ کې زېږېدلی دی.

حمزه بابا د ۸۷ کلونو په عمر په ۱۹۹۴ کال کې ومړ.

ورته مطالب