بلجیم پر نقاب بندیز ولګاوه

نقاب لرونکې ښځې د انځور حقوق BBC World Service
Image caption بلجیم وايي هغه ښځې چې له دې قانون څخه سرغړونه کوي، مالي جریمه به ورکوي.

په بلجیم کې د شنبې پر ورځ پر ښځو د نقاب (د ټول مخ پټول) د بندیز د قانون پلی کولو امر شوی.

تر دې وړاندې فرانسه لومړی هېواد و چې د ښځو پرنقاب یې بندیز ولګاوه.

په نوي قانون کې بلجیم امر کړی، چې په عامه ځایونو کې به ښځې پر مخ نقاب نه اچوي.

د قانون له مخې، که چېرې کومه ښځه سرغړونه وکړي، نو ۱۲۵ پاونډه به ورکوي، او که دا کار تکرار شي، نو اووه ورځې به بندي کېږي.

خو دا بحثونه هم روان دي، چې دغه قانون دې راتلونکې اوونۍ پلی شي.

د بلجیم د پارلمان غړي له دوو میاشتو راهیسې د دغه جنجالي قانون پر تصویب بوخت وو.

خو د ښځو د نقاب پلوۍ وکیله اینیس ووټرز د تېرې جمعې پر ورځ وویل، چې دا موضوع یې د بلجیم د اساسي قانون محکمې ته وړاندې کړې ده.

ووټرز په دې اند ده چې پر نقاب د بندیز قانون د عقیدې د ازادۍ له قانون، د شخصي ازادیو، او د وینا د ازادۍ او د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ د برابرښت د حقونو پرخلاف دی.

دا وايي چې پولیس دا حق لري چې له خلکو د دوی هویت وپوښتي، خو په اروپا کې امنیت په دې مانا نه دی چې له خلکو کې هویت هم واخیستل شي.

Image caption فرانسه هغه لومړی اروپايي هېواد دی چې د ۲۰۱۰ په اکتوبر کې د قانوني شوری تر تصویب ورسته یې په تېر اپیریل کې د ښځو پر نقاب بندیز ولګاوه.

د بشري حقونو اروپايي استازی توماس هامربرګ ویلي د نقاب د بندیز قانون د ښځو ازادۍ لپاره نه، بلکې د هغوی د ګوښه کولو په مانا دی.

هغه په یوه خپره شوې مقاله کې ویلي ''دغه قانون – چې یوه ديني ډله په کې په نښه کېږي- د یوې مذهبي ډلې د ښځو پر حقونو تېری او ګوښه کول دي.''

فرانسه هغه لومړی اروپايي هېواد دی چې د ۲۰۱۰ په اکتوبر کې د قانوني شوری تر تصویب ورسته یې په تېر اپیریل کې د ښځو پر نقاب بندیز ولګاوه.

ورته مطالب