منال الشریف: خپلې مبارزې ته به دوام ورکوم

منال الشریف
Image caption منال الشریف چې د ښځو د پاڅون د مؤسسې غړې او ګاډی چلوونکې ده، وايي ددوی له پاڅون سره ۱۰۲۳ ښځې یوځای شوې دي.

یوې سعودۍ ښځې، چې د ګاډي چلولو د بندیز د قانون د سرغاړوي په تور بندي شوې وايي، د خپل هېواد د ښځو لپاره به د موټر چلولو د قانون د لیرې کولو لپاره تر خپله وسه کار وکړي.

منال الشریف په تېره مۍ میاشت کې د نهو ورځو لپاره له دې کبله بندي شوه، چې د سعودي عربستان په ختيځ الخبر ښار کې یې ګاډی چلاوه.

الشریف له زندانه تر راخوشي کېدا وروسته بي بي سي ته وویل ''تر هغه به ګاډي چلولو ته دوام ورکوم، چې په سعودي عربستان کې پر ښځو د ګاډو لګول شوی بندیز نه وي پروته شوی. ''

په دې وروستیو اوونیو کې د ښځو له خوا په سعودي عربستان کې د ګاډو د چلولو موضوع سخته ګرمه او جنجالي شوې ده.

د تېرې جون پر ۱۷مه، د سعودي عربستان په بېلابېلو سیمو کې سلګونه ښځو موټر بهر راویستل، چې پرې لګول شوی بندیز لیرې کړي.

په نړۍ کې ښځو هم د دوی ملاتړ وکړ، چې له دې ډلې د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن هم وه.

د ویلو ده چې د سعودي عربستان په قانون کې پر ښځينه چلوونکو د بندیز کومه څرګنده ماده نه شته.

خو سعودي چارواکي ښځو ته د ګاډي چلولو د اجازې ورکولو خبره ردوي، چې دا کار پخپله پر ښځو د ګاډي چلولو د بندیز په مانا دی.

مثبت بدلون

د منال الشریف په نیولو سره د بښنې نړیوالې سازمان د هغې د راخوشي کولو غوښتنه وکړه.

الشریف وايي ''نه پوهېدم چې په ټوله نړۍ کې به زما ملاتړي هم وي.''

دا زیاتوي دې ته تر ټولو مهمه دا ده چې د سعودي عربستان ښځې خپل غبرګون وښيي.

الشریف بي بي سي ته وویل ''ښځو راته وویل چې د مۍ له ۲۱ څخه په یوه خوله نه دي، دا هغه ورځ ده چې زه په کې زنداني شوم. د دوی په وینا دا یو مثبت بدلون دی. د ګاډو چلول خو زموږ یو ډېر کوچنی حق دی. که چېرې خپلې مبارزې ته دوام ورکړو، ښايي سعودي ښځې پر ځان تکیه وکړي او خپل نور لوی حقونه هم ترلاسه کړي.''

ځينې سعودي ښځې وايي، چارواکو پر چلوونکو ښځو خپل فشار راکم کړی دی.

د روانې اوونۍ په لومړیو کې په جده کې قضايي ارګان اعلان وکړ چې د قانون د سرغړاوي په تور یوه ۳۵ کلنه موټر چلوونکې محاکمه کوي.

دغې ښځې، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي له موټر چلولو پرته یې بله چاره نه لرله، هغه دا چې باید روغتون ته تللې وای او د تلو پرمهال یې نژدې خپلوان هم نه درلود.

منال الشریف چې د ښځو د پاڅون د مؤسسې غړې او ګاډی چلوونکې ده، وايي ددوی له پاڅون سره ۱۰۲۳ ښځې یوځای شوې دي.

ورته مطالب