دوکو عمروف روسیې ته د خونړیو بریدونو ګواښ وکړ

عمروف
Image caption عمروف په خپل دې ۱۷ دقیقه یيز پیغام کې ویلي، چې ډله یې تېر کال تر هغه وروسته بېرته قوي شوې، چې درې قومندانان ترې ووتل.

د چیچنیا یوه جګړه ییز قومندان دوکو عمروف روسیې ته ګواښ کړی، چې راتلونکې کال به تر پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو وړاندې خونړي بریدونه پرې وکړي.

په پام کې ده چې په روسیه کې راتلونکی دسمبر پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې وشي.

ښاعلي عمروف ويلي چې اوس یې جګړه ماره ډله ځواکمنه شوې ده.

۴۷ کلن عمروف –چې د روسیې د مطلوبو کسانو د لست په سر کې راځي- په یوه وېديويي پيغام کې چې پر انټرنېټ خپور شوی، په تېره جنورۍ کې د مسکو په 'دمادیدوه' پر هوايي ډګر د برید پړه منلې، چې لږترلږه ۳۷ کسان په کې ووژل شول.

عمروف په خپل دې ۱۷ دقیقه یيز پیغام کې ویلي، چې ډله یې تېر کال تر هغه وروسته بېرته قوي شوې، چې درې قومندانان ترې ووتل.

د چیچن دغه قومندان چې د قفقاز د امیر په نامه هم یادېږي، ویلي ''غواړم ووایم چې زموږ جهاد یوه نوي پړاو ته د ننوتو په حال کې دی. او زموږ مجاهدین به په قفقاز او نورو سیمو کې سره یو موټی شي او د خپل دښمن پرضد به تر وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېږو.''

د پیغام په وروستۍ برخه کې عمروف د هغه له ډلې له جلا شوو دوو قومندانانو حسین کاکاییف او اصلان بک فادالوف سره غاړه غړۍ کېږي.

د ویلو ده چې د امریکا متحده ایالتونو د عمروف د نیولو او یا هم د هغه په اړه د معلوماتو ورکولو پرسر پنځه میلیون ډالر جایزه اېښې ده.

ورته مطالب