''بلوچستان کې له بشري حقونو پراخې سرغړونې کېږي''

بلوڅ ورک د انځور حقوق ap
Image caption د بلوچستان د ورکو شويو کسانو کورنۍ د خپلو خپلوانو د بېرته ورستنولو غوښتنه کوي، چې امنيتي کسان وړي دي.

د بشري حقونو د څار نړيواله ټولنه وايي د پاکستان په بلوچستان کې په سلګونو سياسي فعالان نيول کېږي او کړول کېږي.

بلوچستان اوس د سيمه ييزو بلوڅ قبايلو له خوا د اورپکۍ مرکز بلل کېږي چې د لا نورو سياسي حقونو لپاره مبارزه کوي.

خو د بشري حقونو د څار ټولنې راپور چې په پنجشنبې/زيارت خپور شوی پر هغو سياسي فعالانو راڅرخي چې له کومو تورنو پرته نيول شوی دي.

لسګونه يې وروسته مړه موندل شوي دي. د پاکستان ستره محکمه اوس د دغو وژنو او ورکېدنو په اړه پلټنه کوي.

د بي بي سي خبريال شعيب حسن په وروستيو کې بلوچستان ته تللی او د دغه ډول سرغړونو او تېريو پياوړې بېلګې يې ليدلې دي.

په "تاسې کړولی، وژلی او کلونو بندي کولی شو" سرليک سره د بشري حقونو د څار راپور د پلټنې دری برخې لړۍ بشپړوي.

د راپور دری واړه برخې په ګډه د هغه څه يو ټکان ورکوونکی او زورور انځور ورکوي چې ډېر يې د پاکستان پټه ناولې جګړه بولي.

وروستی راپور وايي د ډېری دغو سرغړونو د پړې ګوته د پاکستان دولتي امنيتي کړيو ته نيول کېږي.

په دې کې ان تر ۱۲ کلنو پورې بنديان هم راځي چې له کم پرته نيول شوي، او پر دې سربېره په زياتېدونکي ډول د نيول شويو کسانو کړولو او وژلو يادونه هم شوې ده.

په بلوچستان کې امنيتي چارواکي په عادي ډول دغه ډول تورونه ردوي او د بېلتون پالو د تبليغاتو يوه برخه يې بولي.

دوی وايي ټول هغه کسان چې نيول شوي محکمې ته وړاندې شوي دي.

په بلوچستان کې جګ پوړی امنيتي چارواکي په يوه وروستۍ مرکه کې بي بي سي ته وويل دغه وژنې د ملتپالو ترمنځ خپل منځيو نښتو کې شوې دي.

خو نورو امنيتي چارواکيو هم بي بي سي ته ويلي چې دوی فعالان نيولي دي.

دوی وايي له اورپکيو سره د هند ملاتړ دی، او دا د پاکستان امنيتي ځواکونو کار دی چې د ځپلو لپاره يې هر څه چې په وس کې وي ويې کړي.