اخوان المسلمین د پراخو لاریونونو اعلان کړی

مصر
Image caption د اخوان المسلمین ډلې یوه مشر د مبارک د محاکمې د ځان او وخت د ښودلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې ''دا زموږ حق او اړتیا ده چې پوځي شوری باید دوی محاکمه کړي.''

په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند د هېواد په بېلابېلو برخو کې د جمعې پر ورځ د پراخه لاریونونو اعلان کړی چې ''یو میلیون، د ولس د ارادې او لیکې یووالی'' نوم یې ورکړی دی.

د لاریون دا بلنه د مصر د حکومت تر دې اعلان وروسته رامخې ته شوې، چې وايي مخکنی ولسمشر حسني مبارک او دوه زامن علاء او جمال او د کورنیو چارو پخوانی وزیر حبیب العادلي او د کورنیو چار شپږ نور جګپوړي چارواکي د راتلونکې اګست پر درېیمه محاکمه کېږي.

نورو سیاسي ډلو هم د جمعې پر ورځ د لاریونونو اعلان کړی، چې په لړ کې به یې پر وسله واله واکمنه شوری فشار راوړي چې هېواد له بحرانه راوباسي.

په پام کې ده چې دغه لاریونونه د مصر پر وخت د جمعې تر لمانځه وروسته جوړ شي.

د لاریون سمبالوونکي وايي له دې لاریون څخه یې هدف دا دی چې پر واکمنه شوری فشار راوړي چې د مخکني نظام وتلې څېرې او سیاست وال محاکمه کړي.

د اخوان المسلمین ډلې یوه مشر د مبارک د محاکمې د ځان او وخت د ښودلو ترڅنګ ټینګار وکړ چې ''دا زموږ حق او اړتیا ده چې پوځي شوری باید دوی محاکمه کړي.''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption حسني مبارک او د هغه دوه زامن له شتمن تښتېدلي سوداګر حسین سالم سره د فساد د قضیې په تور محاکمه کېږي.

خالد سید وايي دی په دې شکمن دی چې ګني حسني مبارک دې په نژدې راتلونکي کې محاکمه شي چې په وینا یې ''موږ باید انتظار وباسو، چې دوی به پر خپله ژمنه (د مبارک محاکمه کول) ودرېږي او که نه.''

حسني مبارک او د هغه پلویان د جنورۍ د ۲۵ د انقلاب پرمهال د لاریون کوونکو په وژلو تورن دي.

شمېرې ښيي چې په دغو لاریونونو کې کابو ۱۰۰۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

حسني مبارک او د هغه دوه زامن له شتمن تښتېدلي سوداګر حسین سالم سره د فساد د قضیې په تور محاکمه کېږي.

ورته مطالب