امنيت شوری پر پاکستاني طالبانو بنديزونه ولګول

حکیم الله مسید د انځور حقوق b
Image caption د لوېديځ د خبرو له مخې، دغه پاکستانۍ ډله له څو ډلو څخه جوړه شوې ډله ده چې مشر يې حکیم الله مسید دی او اصلي ځای يې د ډيورنډ د کرښې د پښتنو په سيمه کې دی چې امريکا خپله دده په نيولو هم پسې ده.

ملګرو ملتونو د جمعې پر ورځ په نيويارک کې د پاکستان پر طالبانو يا 'تحريک طالبان پاکستان' بنديزونه ولګول چې د بيان له مخې يې د نيويارک د ښارپه زړه د منهاټن په ناکامه بريدونو کې لاس درلود.

دا هم پسې وايي چې له القاعدې سره لار لري.

د امنيت شوری په بيان کې راغلي چې دبنديزونو هغه کمېټه يې چې د القاعدې په کارونو پسې سترګه وړي ددغه پاکستانۍ ډلې د پيسو او وسلو د ضبط او نه پېرود امر کړی دی.

دا يې هم ويلي چې کټ مټ دغه بنديزونه يې د روسيې د قفقاز پر اسلامي ډلي هم لګولي دي.

د دغه ډلې پر مشر دوکو عمروف امريکا پنځه ميليونه ډالر انعام اېښی دی.

وايي چې ده د مسکو د تېر ژمي د هوايي ډګر بريد هم خپل بللی و.

د لوېديځ د خبرو له مخې، دغه پاکستانۍ ډله له څو ډلو څخه جوړه شوې ډله ده چې مشر يې حکیم الله مسید دی او اصلي ځای يې د ډيورنډ د کرښې د پښتنو په سيمه کې دی چې امريکا خپله دده په نيولو هم پسې ده.

دغي ډلې پروسږ پسرلی د نيويارک په ناکام بريد کې لاس درلودل په خپله خوله منله.

Image caption امریکا د قفقاز د اسلامي ډلې پر مشر دوکو عمروف پنځه ميليونه ډالر انعام اېښی دی.

فيصل شهزاد يا بريد کوونکی يې د خپل لاس لکړه بلله چې امريکايي واکمنو ونيو او د عمري قيد سزا يې پرې را وايستله.

د پاکستاني طالبانو ډلي په ميلادي کال ۲۰۰۹ کې د لاهور او کراچۍ پر پوځي مرکزونو او د افغانستان د خوست په يوه امريکايي چوڼۍ کې د بريدونو پخلی هم د خپلي خوا کړی و چې امريکايانو او پاکستانيانو ته يې د سر او مال ښم سم تاوانونه رسولي ول.

د امنيت د شوری غړو يې دا هم ويله چې ددغه بنديزونو په لګولو کې د اسلام اباد د حکومت ملاتړ ورسره ملګری دی.

د ويلو وړ ده چې د امنيت شوری څو شپې د مخه د بنديزونو له لېسته د ۱۴ افغان طالبانو د نومونو د ايسته کولو اعلان هم وکړ او ويل يې چې له دې لارې له طالبانو سره خبروته د مېږي لار برابروي.

ورته مطالب