ایران د جاسوسۍ په تور دوه امریکایان محاکمه کوي

سارا شورد
Image caption ایران د ۲۰۱۰ په سپتمبر کې سارا شورد د ایران په وینا 'د اسلامي زړه سوي' له کبله خوشې کړه.

د ایران د انقلاب محکمې دوه امریکایان وروسته له هغه چې دوه کاله وړاندې د ایران او عراق پر ګډه پوله د جاسوسۍ په تور ونیول شول، محاکمې ته راحاضر کړل.

دغو امریکایانو ویلي چې په غلطۍ سره ایران ته اوښتي دي.

د هر یوه نیول شوي امریکايي ۲۸ شین بور او ۲۹ کلن جوش فتال وکیل ويلي، تمه لري چې د موکلینو دویمه جلسه به یې خوښوونکې پایلې ولري.

هغه پر خپلو موکلینو د جاسوسۍ تورونه رد کړي دي.

دغه وکیل ویلي، دواړو تورنو براءت ترلاسه کړی او د جاسوسۍ لګول شوي تورونه پرې هېڅ بنسټ نه لري او نه هم دوی د ایران خاورې ته له ناقانونه لارې ننوتي دي.

د نه خوړو اعتصاب

تر نیول کېدا وروسته شین بور او جوش فتال څلور ځلې د نه خوړو اعتصاب کړی، چې وروستۍ یې په تېره اپریل میاشت کې و.

ددواړو کورنیو ویلي چې دواړه بې ګناه دي او په ګوښه ځای کې ساتل کېږي، چې په وینا یې هلته ناوړه چلند ورسره کېږي.

د بشري حقونو په برخه کې د بښنې نړیوال سازمان تېره جمعه ددغو امریکايانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه.

د ویلو ده چې بور او فتال د ۲۰۰۹ د جولای پر ۳۱مه د ایران او عراق پر ګډه پوله له دې کبله ونیول شول چې ګني جاسوسي فعالیتونه یې کول.

Image caption تر نیول کېدا وروسته شین بور او جوش فتال څلور ځلې د نه خوړو اعتصاب کړی، چې وروستۍ یې په تېره اپریل میاشت کې و.

خو نیول شوو وویل چې د عراق له کردستان څخه د غرونو په لړۍ کې لاره ترې ورکه شوه.

ایراني چارواکو ددغو امریکایانو یوه بله ملګرې ۳۱ کلنه سارا شورد د یو لړ روغتیايي او د هغې په غیاب کې د پرېکړې د صادرولو په پایله کې خوشې کړه.

ځینو ایراني چارواکو او ورځپاڼو د ایراني او امریکايي بندیانو ترمنځ د مبادلې غوښتنه کړې وه، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن له ایران سره د بندیانو د تبادلې په اړه هر راز خبرې رد کړې.

ایران په ۲۰۰۹ کې وویل باور لري چې د امریکا په متحده ایالتونو کې ۱۱ ایرانیان بندیان دي.

ورته مطالب