پاکستان: کراچۍ ته څېرمه د ناټو ۱۰ تیلي ټانکر سوځول شوي

د ناټو ټانکر
Image caption برید داسې مهال شوی چې د ټانکرو چلوونکو ورڅېرمه په یوه هوټل کې په چایو بوخت ول.

د پاکستان کراچۍ ښار ته څېرمه ناپېژاندو وسله والو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته تلونکي ۱۰ تیلي ټانکر سوځولي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، په دې برید کې درې کسان هم ټپیان شوي.

برید ددوشنبې پر ګهيځ د کراچۍ له بندر څخه شمال ختيځ لوري ته شاوخوا ۳۵۰ کیلومتره لیرې د عرب سمندر پر څنډه په خیرپور ښار کې شوی دی.

برید داسې مهال شوی چې د ټانکرو چلوونکو ورڅېرمه په یوه هوټل کې په چایو بوخت ول.

د ځايي پولیسو مشر محمد هاشم رسنیو ته ویلي: ''دوه چلوونکي او یو کارکوونکی په هوټل کې ټپیان شوي، لسګونه ټانکر د شاوخوا ۲۰ وسله والو په برید کې سوځول شوي.''

دغه چارواکي دا هم ویلي چې تر وخت وړاندې د برید د پړې ګوته چا ته نه شي نیولی.

خو په تېر کې پاکستان کې پاکستاني طالبانو د ناټو پر اکمالاتي کاروانونو او تیلي ټانکرونو بریدونه کړي دي.

د تېرې مۍ پر ۲۱مه هم پاکستان کې د ناټو پر تیلي ټانکرو په برید او چاودنه کې ۱۶ کسان ووژل شول.

له تېرو درو کلونو راهیسې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ناټو ځواکونو لپاره پر تلونکو اکمالاتي ګاډو د پاکستان په خاوره کې بریدونه کېږي.

همدا وو چې ناټو اړ شوه چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له لارې افغانستان ته خپل پوځي اکمالات پیل کړي.

ورته مطالب