امريکا او اروپايي ټولنه پر سوريې بنديزونه لګوي

امنیت شوری
Image caption د ايټاليا او جرمني حکومتونو د سوريې په باب د امنيت شوری بېړنۍ غونډه غوښتې ده.

اروپايي ټولنې او امريکايي ادارې دواړو د ياغيانو د ځپلو کار نه دی خوښ کړی.

بارک اوباما د سوريې د چارواکو هغه عمليات غندلي چې د 'حماة' په ښار کې يې د ياغيانو پر ضد پيل کړي دي.

لوړه يې کوله چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد به دده په تورو يوازې سرته نه پرېږدي.

د فرانسې واکمنو بیا د سوريې دولت ته خبرداری ورکړی چې ددغه کړنو حساب به ورسره کوي.

د امريکايي رسنيو له مخې، د ترکيې او روسيې واکمنو هم دا کار نه دی خو ښ کړی.

همدرانګه د برتانیا د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ بيا ويلي تر هغه وخته د سوريې پر وړاندې له زوره کار اخيستل سم کار نه بولي چې دده په الفاظو عربو خپله نه وي ترې غوښتي.

خو ده پر دې خبره خوابدتيا ښکاره کوله چې ولې زورور حکومتونه د دمشق پر حکومت زور نه راوړي.

دغه ډول د ايټاليا او جرمني حکومتونو د سوريې په باب د امنيت شوری بېړنۍ غونډه غوښتله.

د انځور حقوق AFP
Image caption خو د لوېديځ خبريالان يې وايي که د امنيت شوری ژر ګام واهم خلي، داسې نه ليدل کېږي چې روان جنګ دې ودرېږي.

د لوېديځ زورور هېوادونه د ياغيانو پرضد د روانو عملياتو د غندلو لپاره د مۍ مياشتې خبره بېرته راپورته کوي چې په هغه وار يې چين او روسيې مخنيوی کړی و.

خو د لوېديځ خبريالان يې وايي که د امنيت شوری ژر ګام واهم خلي، داسې نه ليدل کېږي چې روان جنګ دې ودرېږي.

د ويلو وړ ده چې د 'حماة' ښار د سوريې منځنی ښار بلل کېږي چې په ميلادي کال ۱۹۸۲ کې هم ياغيانو بلواوې په کې کړي وې.

خو د هغه وخت د سوريې ولسمشر حافظ الاسد دغه بغاوت له ځمکې سره برابر کړی و.

ورته مطالب