ناټو کوسووا ته نور پوځیان استوي

ناټو سرتېري
Image caption رویټرز خبري اژانس وايي، د کوسووا او صربستان پر ګډه پوله اوس ۶۰۰ الماني پوځيان، سل نمساوي د ناټو سرتېري مېشت دي.

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) هوډ لري چې د کوسووا او صربستان ترمنځ پر پوله د راټوکېدلي اړدوړ د کابو کولو لپاره نور ناټو سرتېري واستوي.

د کوسووا او صربستان ترمنځ پر ګډه پوله حالات هغه مهال تاوتریخجن شول، چې د کووسوا د پولیسو او صربی الاصله ډلو ترمنځ نښته وشوه.

تر نښتې وروسته ناټو سیمې ته پوځيان واستول.

د ویلو ده چې دا مهال په کووسوا کې د ناټو د ټول ټال سرتېرو شمېر شپږو زرو ته رسېږي.

نښته او اړدوړ

د دواړو ډلو ترمنځ نښته داسې مهال رامنځ ته شوه، چې د کوسووا حکومت البانيا الاصله قومي پولیس له صربستان څخه د ممکنه ګواښ د مخنيوي لپاره هلته ولېږي.

پایله دا شوه چې سرحدي سیمه ناامنه شوه چې په لړ کې یې د کوسووا یو پولیس د قهرجنو صربي قومي خلکو په لاس ووژل شو.

قومي خلک په دې غصه وو چې ولې هلته پولیس ځای پرځای شول.

په تېر کې ددغې سیمې سرحدي سیمې ساتنه د صربي پولیسو پرغاړه وه، خو د پرشتينا حکومت ددغو پولیسو ددندو په اړه شک وښود او له صربستان څخه یې د ګواښ سترګه کېده.

له صربستان څخه پر وارداتو بندیز ولګول شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کوسووا او صربستان پر ګډه پوله د قومي خلکو او پولیسو ترمنځ په اړدوړ کې یو پولیس ووژل شو.

صربستان په ۲۰۰۸ کې خپلواک شو، خو د کوسووا اوسېدونکو او صربي قومي خلکو چې شمېر یې ۶۰ زرو ته رسېده، دغه ازاده نه منله.

تر ۷۰ ډېرو هېوادونو د کوسووا خپلواکي په رسمیت وپېژنده، خو ګڼو نورو بیا نه منله.

په همدې لړ کې ناټو د صربستان او کوسووا د ګډې پولې د ساتلو لپارهخپل سرتېري واستول.

رویټرز خبري اژانس وايي، د کوسووا او صربستان پر ګډه پوله اوس ۶۰۰ الماني پوځيان، سل نمساوي د ناټو سرتېري مېشت دي.

ورته مطالب