د لېبیا یاغیان: د قذافي زوی ووژل شو

یاغیان د انځور حقوق Reuters
Image caption فرانس پرېس خبري اژانس د ټلوالې د یوه ویاند محمد زواوي له خولې ویلي، د قذافي په پوځي لیکو کې خپلو پټ څارو خبر ورکړ چې د قذافي زوی خمیس ووژل شو.

له لېبیا څخه راپورونه وايي پر زلیطن ښار د ناټو په هوايي برید کې د معمرالقذافي د یوه زوی 'خمیس قذافي' په ګډون ۳۲ کسان په کې وژل شوی دی.

له لېبیا څخه راپورونه وايي چې ناټو پر زلیطن ښار بمبار کړی، چې په کې د معمرالقذافي یو زوی هم وژل شوی دی.

راپورونه وايي چې په دې برید کې ۳۲ کسان وژل شوي، چې د 'خمیس' په نامه د معمرالقذافي یو زوی هم دی.

برید د زلیطن ښار په یوه مرکز د جمعې ورځې پر ګهيځ شوی دی.

فرانس پرېس خبري اژانس د ټلوالې د یوه ویاند محمد زواوي له خولې ویلي، د قذافي په پوځي لیکو کې خپلو پټ څارو خبر ورکړ چې د قذافي زوی خمیس ووژل شو.

۲۸ کلن خمیس د قذافي د نظام په لیکو کې قومندان و.

ویل کېږي چې خمیس د ۳۲ فرقې قومندان ،، چې دا قطعه تر ټولو ډېره قذافي ته وفاداره وه.

دغه قطعه په زلیطن ښار کې جګړه کوله، چې د مصراته او طرابلس ترمنځ پرته ده.

د ویلو ده چې د لېبیا حکومت وړاندې ویلي وو چې د ناټو بمباریو د معمرالقذافي یو بل زوی سیف العرب هم وژلی و.

د لېبیا له پلازمېنې طرابلس څخه هم د جمعې پر ورځ د یو شمېر چاودنو خبر ورکړل شوی.

د لېبیا چاراوکي وسله وال مخالفین د تېلو د یوه لوی پایپ په ماتولو تورنوي، چې په هېواد کې تر ټولو لوی پایپ و.

ورته مطالب