د مصر مخکنی ولسمشر حسني مبارک محاکمې ته حاضر کړای شو

حسني مبارک
Image caption که چېرې پر مبارک د لاریون کوونکو د وژلو او پر هغوی د قصدي ډزو د امر ورکولو تور ثابت شي، د اعدام له سزا سره به مخامخ شي.

د مصر پخوانى ولسمشر حسني مبارک نن بيا د مصر يوې محکمې ته ودرېد.

پر ده د فساد او د کال په لومړيو کې د پاڅون پر مهال د سلگونو مظاهره چيانو د وژلو د امر ورکولو تور دى.

کله چې دا محاکمه لومړى ځل د مياشتې په پيل کې پرانستل شوه، ښاغلي مبارک چې ويل کېږي کلک ناروغه دى- د قضاييه غونډې ډېره برخه په داسې حال کې چې د يوې پنجرې په منځ کې پر کټ پروت و، تېره کړه.

د ښاغلي مبارک د محاکمې لومړی پړاو د روانې اګست پر درېیمه د هغه او د ده د دوو زامنو په حضور ترسره شو.

له هغه سره د ده دوه زامن جمال او علاء او د کورنیو چارو وزیر حبیب العدلي او د مبارک د واکمنۍ پرمهال شپږ نور چارواکي هم تورن دي.

څارنوال پر حسني مبارک، د هغه پر دوو زامنو، او تښتېدلي سوداګر حسین سالم او د کورنیو چارو پر پخواني وزیر حبیب العدلي د جرمونو او پر سوله ییزو لاریون کوونکو د ډزو د امر ورکولو تورن پورې کړی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption پر حسني مبارک تور دی، چې پر سوله ییزو لاریون کوونکو یې د وسلې د کارولو امر ورکړی دی.

څارنوال دا هم وویل، چې حسني مبارک ''د کورنیو چارو د هغه وخت وزیر ته د لاریون کوونکو په وژلو کې د وسلو او شوبلو د کارولو اجازه ورکړې ده، بیا یې دا جرمونه تکرار کړي او په لوی لاس یې مظاهره چیان وژلي، دا ټول ددې لپاره چې پر واک پاتې شي.''

خو حسني مبارک پرې دا ټول لګول شوي تورونه ردوي.

که چېرې پر مبارک د لاریون کوونکو د وژلو او پر هغوی د قصدي ډزو د امر ورکولو تور ثابت شي، د اعدام له سزا سره به مخامخ شي.

ورته مطالب