پاکستان: د امریکا څارګرو الوتکو بریدونو ۲۱ کسان ووژل

بې پیلوټه الوتکه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تېر کال پر دغو سیمو بې ‎پیلوټه الوتکو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه وکړل.

پاکستاني امنيتي چارواکو ویلي د افغانستان پولې ته څېرمه د شمالي وزیرستان میرانشاه ښار ته څېرمه د امریکا څارګرو الوتکو بریدونو ۲۱ شکمن اورپکي وژلي.

په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال د امنيتي چارواکو په حواله وایي، څارګرو الوتکو په میرانشاه کې د اورپکو یو ګاډی او یو کور او د حقاني ډلې یو پټنځای په نښه کړي دي.

باور کېږي چې په افغانستان کې پر امریکايي ځواکونو د خونړیو بریدونو مسؤولیت د حقاني ډلې پرغاړه دی.

رویټرز خبري اژانس د استخباراتي سرچینو په حواله لیکي، په وژل شوو کې د پاکستاني طالبانو په ګډون عرب او اوزبک اورپکي هم دي.

د ویلو ده چې د شمالي او جنوبي وزیرستان پر قبایلي سیمو له تېرو درو کلونو راهیسې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي.

د امریکا پوځ وايي، افغانستان ته څېرمه دغه سرحدي سیمې د وسله والو طالبانو او د القاعدې ډلې خوندي پټنځایونه دي، چې له هغه ځایه په افغانستان کې پر ناټو ځواکونو بریدونه طرحه کوي.

تېره میاشت هم په دغو سیمو کې په ورته بریدونو کې لږترلږه ۳۰ کسان ووژل شول.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان په قبایلي سیمو کې د څارګرو الوتکو په بریدونو کې ولسي وګړي هم وژل شوي.

واک ته د بارک اوباما تر رسېدا وروسته د پاکستان پر قبایلي سیمو د څارګرو الوتکو بریدونه ډېر شوي، چې د پاکستاني ولس غصه یې راپارولې ده.

تېر کال پر دغو سیمو بې ‎پیلوټه الوتکو شاوخوا ۱۰۰ بریدونه وکړل.

د تېرې مۍ په لومړیو کې د امریکا ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعدې ډلې بنسټګر او مشر اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو.

ورته مطالب