د پاکستان په لاهور ښار کې یو امریکایی تښتول شوی

په لاهور کې د تښتول شوي امریکايي کور د انځور حقوق BBC World Service
Image caption پولیس وايي تښتوونکو د امریکايي وګړي ساتونکی او چلوونکی په مرګ ګواښلي او بیا یې هغه تښتولی دی.

د پاکستان په لاهور ښار کې یو امریکایی له خپله کوره د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول شوی دی.

په اسلام اباد کې د متحده ایالتونو سفارت منلې، چې یو امریکایی وګړی تښتول شوی، خو په اړه یې د جزییاتو له ورکولو ډډه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس د یوه پاکستاني پولیس له خولې ویلي، دغه شاوخوا ۶۰ کلن امریکایی له تېرو پنځو کالو راهیسې د جې اي اسټين په نامه له یوه شرکت سره کار کاوه.

دغه شرکت په قبایلي سیمو کې د پرمختیايي چارو دنده پرغاړه لرله.

په پاکستان کې د بهرنیانو تښتول کومه نوې خبره نه ده، وړاندې هم په دغه هېواد د وسله والو کسانو له خوا یو شمېر بهرنیان تښتول شوي.

پولیس وايي، اتو تښتوونکو د شنبې پر ګهيځ ددغه تښتول شوي امریکايي د اوسېدو پرځای برید کړی دی.

ترینګلي شوي اړيکي

په یوه راپور کې دا هم راغلي، چې ددغه امریکايي وګړي چلوونکی اړایستل شوی چې د کور دروازه پرانیسي، او ساتونکی یې هم اړ کړی چې بل ور خلاص کړي.

زیاتره امریکايي وګړي په پلازمېنه اسلام اباد کې اوسېږي، خو کله – کله لاهور ته هم سفر کوي.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت ویاند البرټو رودریګوس له اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس سره په خبرو کې د یوه امریکايي وګړي د تښتولو خبر تایید کړی.

ددې خبر تر جوړېدا پورې هېڅ کومې ډلې ددغې تښتونې پړه نه ده منلې.

د امریکا او پاکستان اړيکي وروسته تر هغه ترینګلي شول، چې د روان کال د مۍ په لومړیو کې ځانګړي امریکايي ځواکونه په اېبټ اباد کې د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن د نیولو د عملیاتو لپاره ورغلل.

خو دغه اړيکي هغه مهال لا پسې خړ پړ شول، چې د سي آی اې یوه قراردادي ریمونډ ډېوېس دوه پاکستانیان په ډزو ووژل.

امریکا ویل چې دغو کسانو د ښاغلي ډېوېس د لوټلو هڅه کوله.

خو له پاکستان سره تر معاملې او د وژل شوو پاکستانیانو کورنیو ته د پیسو تر ورکولو وروسته ریمونډ ډېوېس خوشی او امریکا ته ولېږدول شو.

تېره میاشت هم د تښتونو په یوه تازه پېښه کې د سویس یوه جوړه (میړه او ښځه) د پاکستان په سوېل ختيځ بلوچستان ایالت کې تښتول شوي وو.

د ۲۰۱۰ د مارچ پر څلورمه پنځه کلن برتانوی ماشوم ساحل سعید هغه مهال وتښتول شو، چې به پنجاب ایالت کې یې د خپلې نیا د لیدو هوډ کړی و.

نوموړی تر ۱۲ ورځو بند وروسته د ۱۸۰۰۰۰ امریکايي ډالرو په مقابل کې راخوشی شوی.

ورته مطالب