اوباما خپلې ټاکنيزې ځغاستې د بس له لارې پيل کړې

ښاغلی اوباما
Image caption اوباما: ''زه ددې کار لپاره ستاسې ملاتړ ته اړ يم. تاسې بايد واشنګيټن ته داسې پېغام ور واستوئ او ورته وواياست چې اوس هغه ورځ راغلې چې نور تاسې د دوی په ټګماريو نه تېر وزئ او دوی بايد د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي.''

ويل کېږي چې ولسمشر اوباما د امريکا په مرکزي ايالتونو کې د بس دغه درې ورځنی سفر تر بدو اقتصادي خبرونو او د جمهوري غوښتونکو تر پرله پسې نيوکو وروسته د ملاتړ د ګټلو لپاره پيل کړی دی.

دی په دغه سفر د دوشنبې په ورځ مينوسوټا ته روان شو چې په ایوا او ايلونای ايالتونو کې به هم پر خپلو ملاتړو وګرځي او هغه ملاتړ چې په تېرو ټاکنو کې يې ددغه سيمو څخه وړی که وشي، بېرته يې را ژوندی کړي.

ځکه که يې په راتلونکو ټاکنو کې بايلوي نو دی پکې خوږېږي.

د مينوسوټا په ايالت کې يې د خپلو ملاتړو سره په خبرو کې ويل چې د واشنګټن سياستوال بايد تر سياسي ګټو پورې د خپل هېواد ګټې وساتي:

''زه ددې کار لپاره ستاسې ملاتړ ته اړ يم. تاسې بايد واشنګټن ته داسې پېغام ور واستوئ او ورته وواياست چې اوس هغه ورځ راغلې چې نور تاسې د دوی په ټګماريو نه تېر وزئ او دوی بايد د هېواد ګټو ته لومړيتوب ورکړي.''

'واشنګټن که خان دی په یاران دی'

د رايه ورکوونکو څخه يې غوښتل چې که تاسې سمه پرېکړه وکړئ، نو واشنګټن که خان دی په ياران دی او خپلې رايې که سمې استعمال کړﺉ، نو داسې ستونزه دده په قول نشته چې امريکايان دې يې تر هودې ونه وزي.

پردې سربېره يې ويل چې د بوديجې په اوسنيو خبرو کې جمهوري غوښتونکو کانګريسيانو دده هغه وړانديزونه نه دي ورسره منلي چې پر بډايو امريکايانو ماليه ډېروي.

ويل کېږي چې دا به په حقيقت کې د ښاغلي اوباما د ټاکنيزو ځغاستو د سر ټکی وي.

وايي چې دی به خپلو ملاتړو ته دغه خبري پسې وکړي چې که دا نښه رښتيا ده اقتصاد يې سم کړی او د کارونو د پيدا کولو لپاره يې لارې جوړې کړې دي.

خو له بلې خوا، جمهوري غوښتونکو د ښاغلي اوباما ددغه سفر په باب نيوکه کړې چې دده خو دا کار ډېر خوښېږي چې په ټاکنيز کمپاين سفرونه وکړي ددې پرځای چې د اقتصادي ستونزو غم وخوري.

ورته مطالب