د يوو د ژغورنې لپاره د فرانس او جرمني طرحې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښايي د يورو د غړو هيوادو تر ټولو ډېره اړتيا اوس پياوړې ودې ته وي چې له ماليو را ټوله شوې گټه ډېره کړي او د پورولو لپاره د حکومتونو اړتيا ولوېږي.

د فرانسې ولسمشر نيکلا ساغکوزي او د جرمني صدراعظمې انگېلا مېرکل د اروپا د گډې سکې – يورو په غړو هيوادو کې د مالي بحران د مخنيوي لپاره نوي وړانديزونه وکړل.

هغوى په پاريس کې تر غونډې وروسته، پخپله وينا د نوي اقتصادي حکومت او د يورو د غړو دولتو له خوا د خپلو بودجو د توله کېدو غږ وکړ.

د يورو کړکېچ ښيي چې د گډې سکې درلودل په داسې حال چې حکومتي مالي سيستم سره پېيل شوى نه وي، څومره گران دى.

ددغو دوو مشرانو له خوا چمتو شوي وړانديزونه دغه هدف ته د رسېدو پر لاره يو کوچنى گام کېدلى شي.

د يورو د غړو هيوادو د اقتصادي حکومت مشري به چې دوى يې وړانديز کړى، د دولتي او حکومتي مشرانو پر غاړه وي او لږ تر لږه دوه ځله به په کال کې سره گوري.

خو دا لا روښانه نده چې هغوى ته يې څومره واکونه په پام کې نيولي دي. ولسمشر ساغکوزي او صدراعظمې مېرکل دغه راز تر بل کال پورې د يورو په ټولو غړو هيوادو کې د داسې قوانينو غږ کړى چې د توله حکومتي بودجو غوښتنه وکړي.

هغوى دا هم وويل چې د سوداگريزو ماليو په اړه به د فرانس - جرمن يوه گډه تگلاره راوباسي چې نورو ته د نژدې همکارۍ يوه بېلگه شي.

دوى دغه راز د مالي بازارونو پر تادياتو د ماليې غوښتونکي دي. دا د پراخ نژدېوالي پر لور نسبتا" کوچني گامونه دي، خو سره له دې هم د يورو د غړو هيوادو د اوږدمهالو ستونزو لوري پکې جوتېدلى شي. خو داسې نه برېښي چې د روان کړکېچ په کمولو کې دې دومره ونډه ولري.

Image caption د کال په دويمه څلورمه کې وده لوېدلې، چې دا لوېدنه د جرمني په بېلگه کې صفر اعشاريه يوه سلنه ده او ددې مانا نژدې دا ده چې اقتصاد ځاى پر ځاى ولاړ دى.

مالي بازارونو ته به تر دې په زړه پورې دا واى چې د پوري ضمانتونو لپاره د شتو امکاناتو د ډېرولو تضمين وشي او يا د حکومتي پورونو د شريکولو پلان جوړ شي چې په دوده شوې اصطلاح يې يورو بانډونه بولي.

دغو دوو مشرانو دا يوه طرحه هم وړاندې نکړه او دا هغه څه دي چې د جرمن ولس اندېښنې پکې غبرگې شوي دي، ځکه د هغوى وېره داده چې په پاى کې به دوى اړ وي چې دا ټول مالي بار پورته کړي.

ښايي د يورو د غړو هيوادو تر ټولو ډېره اړتيا اوس پياوړې ودې ته وي چې له ماليو را ټوله شوې گټه ډېره کړي او د پورولو لپاره د حکومتونو اړتيا ولوېږي.

نوې شمېرې ددې سرچپه دي. د کال په دويمه څلورمه کې وده لوېدلې، چې دا لوېدنه د جرمني په بېلگه کې صفر اعشاريه يوه سلنه ده او ددې مانا نژدې دا ده چې اقتصاد ځاى پر ځاى ولاړ دى.

ورته مطالب