د اوباما ناسکه ورور د چین د کتابونو په نندارتون کې

ديسانجو د انځور حقوق AP
Image caption ديسانجو ډېرﺉ وخت له سیاسته لیرې پاتې شوی.

په پام کې ده، چې د امریکا د ولسمشر ناسکه ورور مارک دیسانجو د شانګهای د کتابونو په کلني نندارتون کې د ''له نایروبي تر شینزن پورې'' خپل خپور شوی کتاب لاسلیک کړی.

''له نایروبي تر شینزن پورې'' د هغه د شخصي یادښتونو یوه مستنده ټولګه او ناول دی.

دیسانجو د چین په سوېل شینزن ښار کې د سلاکار په توګه کار کاوه، چې پر خپل وخت یې په خیریه فعالیتونو کې هم ونډه درلوده او لیکنې یې کولې.

د هغه ''له نایروبي تر شینزن پورې'' ناول چې د ورځنۍ یادښتونو په ډول چاپ شوی، د هغه پلار کیسه را اخلي، چې له خپل اولاد او کورنۍ سره ناوړه چلند کوي، چې تر ډېره پکې د اوباما د پلار شخصیت او نښې انځور شوې دي.

د بارک اوباما پلار په اصل کې د کینیا و.

د دیسانجو او د اوباما میندې روت نایدسانډ امریکایانې وې، چې کینايی مېړه یې کړی وو او په ۱۹۸۲ کال د ۴۶ کلونو په عمر په یوه ترافيکي پېښه کې ومړ.

خو دیسانجو، چې امریکايي تابعیت هم لري، د ماشومتوب ډېرﺉ برخه یې وړاندې له دې چې د امریکا متحده ایالتونو ته د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره ولاړ شي، په کینیا کې تېره کړې وه.

هغه په امریکا کې په مخابراتو او بازار موندنه کې کار وکړ.

دیسانجو بیا په ۲۰۱ کال له هانګ کانګ سره نژدې د چين پرمختللي ښار شینزن ته ولېږېده، او ډېرﺉ وخت به یې له سیاسته ځان ګوښه کاوه.

ورته مطالب