د معمر القذافي د نسب شجره

د قذافي د نسب شجره

قذافي

۶۸ کلن ډګروال قذافي په عربي او افریقايي نړۍ کې د ۱۹۶۹ کال تر انقلاب وروسته چې په لړ کې یې ‎پاچا لومړی ادریس له واکه لیرې شو، ډېر کاله واک چلوونکی پاچا و. هغه مهال قذافي ۲۷ کلن و.

معمرالقذافي په ۱۹۴۲ کال د لېبیا سرت ښار ته څېرمه زیږېدلی، چې په ځانګړو کالیو اغوستو شهرت لري او ځانګړې ښځينه په وسلو سمبال ځواک لري. د هغه سیاسي فلسفه – لکه څرنګه چې د هغه په ''زرغون کتاب'' کې یاده شوې- د بدیل فیوډالیزم او اسلامي اراوو ګډوله ده.

په ۱۹۷۷ کې هغه د خلکو د واک اعلان وکړ، چې د هېواد واک د زرګونه ولسي ډلو په لاس کې و. خو قذافي په حقیقت کې ټول واک په خپل لاس کې وساته.

لومړۍ ښځه

د ډګروال قذافي لومړۍ ښځې تدریس کاوه، ویل کېږي چې دواړه ښځې یې تر واده کولو له یوې او بلې سره نه دي لیدلي. له دواړو ښځو یې یوازې محمد زوی پیدا شوی. تر واده کولو شپږ میاشتې وروسته د قذافي دواړه ښځې سره جلا شوې.

دویمه ښځه

دویمه ښځه صفیه فرقاش، یې اووه زامن لري. خو د میلاد او هناء په نامه اولاد یې پر طرابلس د امریکا د ۱۹۸۶ کال په برید کې ووژل شول چې عمرونه یې له څلورو کلونو ډېر نه وو.

محمد القذافي

محمد القذافي د لېبیا د المپیک د کمېټې مشري کوله، چې دفتر یې په طرابلس کې و. همدارنګه نوموړی د بې سیمه او سیم لرونکو مخابراتي عامو شرکتونو د ادارې رییس هم.

سیف الاسلام القذافي

۳۸ کلن سیف الاسلام په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي او د لندن پوهنتون په اقتصاد کې دوکتورا اخیستې ده. نوموړنی له هغې ډلګۍ سره تړاو لري چې د لیبیا د اقتصاد د ازادۍ پلويان دي. همدارنګه، د قذافي د خیریه چارو د ټولنې مشري هم کوي.

سیف الاسلام په ۲۰۰۶ کې د قذافي پر واکمن نظام تر نیوکې وروسته له لیبیا ووت، خو بیا وروسته بېرته ستون شو. هغه د لیبیا یوه نوې څېره ګڼل کېږي. خو په ۲۰۰۸ کال یې اعلان کړ چې له خپل پلار وروسته د هغه د ځای ډکولو په برخه کې لېوالتیا نه لري.

هغه د لېبیا د اړدوړ په ورځو کې پر تلوېزیون راڅرګند شو او د کورنیو جګړو خبرداری یې ورکړ. ویل کېږي چې طرابلس ته د یاغیانو تر ننوتلو وروسته ونیول شو.

الساعدي القذافي

۳۶ کلن الساعدي د یوه پوځي قومندان له لور سره واده کړی. هغه د فوټبال یو مخکنی لوبغاړی و، چې د ایټالیا د فوټبال په لوبډله کې لنډه موده لوبېدلی هم دی. دا مهال د لیبیا د فوټبال د لوبډلې مشري کوي. د سینمايي تولیداتو په برخه کې هغه ۱۰۰ میلیون ډالر ګټه کړې. لومړی فلم یې د المان 'تجربه' په نامه عربي فلم و.

معتصم القذافي

نوموړی د لیبیا په پوځ کې ډګروال و. د قذافي د نظام پرضد تر انقلاب او د یاغیانو تر راپورته کېدا وروسته مصر ته وتښتېد، ویل کېږي چې د انقلاب په پلان کې د ده لاس و. خو بیا وروسته بښنه ورته وشوه او بېرته لیبیا ته ستون شو. اوس د ملي امنیت د سلاکار په توګه کار کوي او د پوځ د یوې ځانګړې قطعي مشري هم کوي.

هانیبال قذافي

هانیبال قذافی د نفتو د صادراتو په برخه کې د سمندر له لارې د لېږد رالېږد د عام ملي شرکت مشر دی. هغه هم د تاوتریخوالو په یو لړ پېښو کې په لاس لرلو تورن دی. په ۲۰۰۵ کې هغه په پاریس کې د خپلې ملګرې په وهلو ډبولو تورن شو، او د جنیوا په یوه هوټل کې له خپلو دوو مرستیالانو سره د ناوړه چلند په تور ونیول شو. که څه هم هغه څه موده وروسته په ضمانت خوشی شو، خو د لیبیا چارواکو له سویسي تولیداتو سره پرېکون اعلان کړ او سویسري شرکتونه یې وشړل او له پلازمېنې پرن څخه یې خپل دپلوماتان وروغوښتل. هانیبال سویس د ''مافیا نړۍ'' په نامه یاد کړی.

سیف العرب القذافي

د ده په اړه ډېر مالومات نه شته. په ۲۰۰۸ کې 'ډیلي ټيلیګراف' ورځپاڼې الماني پولیسو یې فراري ګاډی له دې کبله جریمه کړ، چې ډېر بد غږ یې کاوه. ویل کېږي چې په دې وخت کې هغه په میونیخ پوهنتون کې محصل و. هغه او دوه ماشومان یې پر طرابلس د ناټو په هوايي بریدونو کې ووژل شول.

خمیس القذافي

نوموړی د پولیسو یو افسر او د یوې ځانګړې قطعې مشر دی. پوځي زده کړې یې په روسیه کې کړي دي. راپورونه وايي چې په بنغازي کې یې یاغیان څپلي دي.

عائشة القذافي

۳۴ کلنه عایشه د مدافع وکیلانو په ټولنه کې کار کوي. هغه د عراق د مخکني ولسمشر صدام حسین د ملاتړو له ډلې وه. عایشې په ۲۰۰۶ کې د معمرالقذافي د تره له یوه زوی سره واده وکړ.

میلاد القذافي

میلاد په ۱۹۸۶ کال د قذافي د اوسېدو پرځای د امریکايي هوايي برید پرمهال د خپل پلار په ژغورلو کې رغنده ونډه لرله. هغه قذافي په زوی ولۍ نیولی.

ورته مطالب