م.م: په نړۍ کې تر ۱۲ میلیون ډېر خلک بې تابعیته دي

بې تابعیته د انځور حقوق Reuters
Image caption په دې وروستیو څو میاشتو کې کرواتیا، پناما، فليپين او ترکمنستان هم دغه تړون لاسلیک کړ.

ملګرو ملتونو ویلي، په ګرده نړۍ کې د هغو کسانو شمېر تر ۱۲ میلیونو اوښتی، چې د کوم ځانګړي هېواد تابعیت نه لري او له خپلو اساسي بشري حقونو بې برخې دي.

ملګرو ملتونو یو شمېر هېوادونه هڅولي چې د دوو دولتونو ترمنځ دې تابعیت نه لرونکو کسانو ته د تابعیت په ورکولو سره تړونونه لاسلیک کړي.

سرچینه زیاتوي، د بې تابعیته خلکو ستونزه وروستۍ لسیزه کې دوه برابره شوې؛ ځکه چې بې مور او پلار ګڼ بې تابعیته ماشومان زیږولي دي.

دوی وايي چې د نه تابعیت ستونزه تر ډېره په سوېلي اسای، منځنۍ اسیا، ختيځه اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې ډېره ده.

په ملګرو ملتونو کې د کډ‌والو د چارو استازي انتونیو ګوتریس ویلي ''دغه کسان تر هر بل چا ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري؛ ځکه چې په قانوني ستونزه کې راګیر دي او ژوند یې د کابوس په څېر دی.''

دی زیاتوي: ''سربېره پر دې چې دغه خلک زیانمنېږي، چې دا ستونزه د ګڼو خلکو ترمنځ د شخړې لامل هم ګرځي.''

د نوموړي په وینا، ''دا د شرم خبره ده چې میلیونونه خلک تابعیت نه لري، دا یو اساسي بشري حق دی.''

بې تابعیته خلک د ملکیت حق نه لري، په رسمي توګه له یو بل سره واده نه شي کولای او نوي زيږېدلي ماشومان نه شي ثبتولای.

ځینې بې تابعیته کسان د خپل هویت د نه اثبات له کبله ډېر وخت په بند کې ساتل کېږي او یا دا چې نه پوهېږي له کوم ځایه راغلي دي.

لاسلیک

د ویلو ده چې یوازې ۶۶ هېوادونو د ۱۹۵۴ کال هغه تړون لاسلیک کړی، چې د بې تابعیته کسانو روزنه به کوي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې کرواتیا، پناما، فليپين او ترکمنستان هم دغه تړون لاسلیک کړ.

کېدای شي چې خلک د ګڼو لاملونو له کبله جنسیت ونه لري، لکه د یوه هېواد وېشل، لکه څرنګه چې پخوانی شوروي اتحاد او پخوانۍ یوګوسلاویا پر څو هېوادونو ووېشل شول.

ورته مطالب