امریکا: پاکستان کې د القاعدې جګپوړی مشر وژل شوی

عطيه عبدالرحمن
Image caption عطيه عبدالرحمن په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له لیبیا څڅه د هغه وخت د یرغلګر شوروي اتحاد پروړاندې د جنګېدو لپاره افغانستان ته تللی و او د اسامه بن لادن نژدې سړی و.

یوه جګپوړي امريکايي چارواکي ويلي د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکا څارګرې الوتکې د القاعدې شبکې دویم جګپوړی مشر عطيه عبدالرحمن په نښه کړی دی.

امریکا د عطيه وژنه القاعدې ته یو بل ستر ګوزار بللی دی.

سرچینې ویلي، چې عطيه عبدالرحمن پر تېره دوشنبه وژل شوی.

عطيه عبدالرحمن له اسامه بن لادن وروسته د القاعدې شبکې دویم جګپوړی مشر و.

د پاکستان سیمه ییزو چاروکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د اګست پر ۲۲مه د امریا بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزیرستان کې پر یوه ګاډي برید وکړ، چې لږترلږه څلور وسله وال په کې ووژل شول.

امریکايي سرچینې داسې انګیري چې د عبدالرحمن په وژل کېدا به القاعده سخت ګوزار وخوري؛ ځکه چې په اند یې د اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته د القاعدې پر دویم مشر ایمن الظواهري تر ډېره تکیه کېږي.

دغه امریکايي چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، ویلي ''د اسامه تر وژل کېدا وروسته د هغه په کور کې تر لاسه شوو اسنادو وښوده چې عطيه عبدالرحمن د القاعدې د عملیاتو په پلان کې لوی لاس درلود.''

د عطيه عبدالرحمن د وژل کېدا اعلان داسې مهال شوی، چې د امریکا متحده ایالتونه د ۲۰۱۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو د لسم یاد لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي.

راپورونه وايي، چې عبدالرحمن د امریکا د هغه پنځه کسیزه لېست دویم کس دی، چې په افغانستان او پاکستان کې یې د مطلوبو کسانو په توګه اعلان کړی.

واشنګټن او اسلام اباد له پخوا راهیسې د هغه د نیولو یا وژلو هڅې کولې.

عطيه عبدالرحمن په ۱۹۸۰مه لسیزه کې له لیبیا څڅه د هغه وخت د یرغلګر شوروي اتحاد پروړاندې د جنګېدو لپاره افغانستان ته تللی و او د اسامه بن لادن نژدې سړی و.

نښتې

بل خوا، د پاکستان امنیتي سرچینو په دغه هېواد کې د وسله والو او پوځ ترمنځ په نښته کې د ۴۵ کسانو د وژل کېدا خبر ورکړی.

سرچینې دا هم ویلي چې په دې نښته کې ۲۰ وسله وال طالبان او د پاکستاني پوځ ۲۵ سرتېري او پولیس وژل شوي.

پاکستان ادعا کوي چې تر ۲۰۰ ډېر اورپکي له افغانستانه وراوښتي او تر برید وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي.

ویل کېږي چې اورپکو د شنبې پر ګهيځ د پاکستان په شمال لوېديځ چترال کې پر اوو پوځي چاوڼيو بریدونه کړي.

ورته مطالب