پاکستانۍ محکمه: د مشرف شتمنۍ دې ضبط شي

پروېز مشرف د انځور حقوق b
Image caption پروېز مشرف د بوټو د وژنې په تړاو دغه جنايي قضیه له عقله لیرې بللې، خو وايي چې په راتلونکې مارچ کې له برتانیا تر ستنېدا وروسته به د محکمې پوښتنو ته ځواب ووايي.

د پاکستان 'جیو' تلوېزیون ویلي چې د دغه هېواد له ترهګرۍ سره د مبارزې محکمې د مخکني ولسمشر پروېزی مشرف د شتمنیو د ضبطولو او د هغه د بانکي حسابونو د کنګل کولو امر کړی.

محکمې ویلي چې د مشرف منقوله او غیر منقوله شتمني دې ضبط شي.

فدرالي محکمې ویلي چې پروېز مشرف د اسلام اباد چک شهزاد سیمه کې یو کور او یوه کرونده لري، او په ګوادر کې هم یوه ټوټه کرنیزه ځمکه لري.

دوی د هغه د بانکي حسابونو د لرلو خبر هم ورکړی.

په راولپنډۍ کې دغې محکمې په تېر جولای کې د بې نظير بوټو د وژلو په تور د مشرف د نیولو امر وکړ.

او د تېرې فبرورۍ پر اوومه، د مشرف نوم –چې له ۲۰۰۹ راهیسې په برتانیا کې اوسېږي- د بې نظير بوټو د وژونکو په لېست کې شامل شو.

د بوټو د وژل کېدو په پېښه کې پاکستاني طالبان هم ښکېل بلل شي وو، خو په ملګرو ملتونو کې د دې قضیې څېړونکې جرګه ګۍ ویلي په پېښه کې یوازې د طالبانو تورنول دا قضیه بلې خوا ته وړي.

'ناهوښیارانه'

پروېز مشرف د بوټو د وژنې په تړاو دغه جنايي قضیه 'ناهوښیارانه'بللې، خو وايي چې په راتلونکې مارچ کې له برتانیا تر ستنېدا وروسته به د محکمې پوښتنو ته ځواب ووايي.

Image caption بې نظير بوټو دوه ځلې د پاکستان لومړۍ وزیره پاتې شو، چې تر وژل کېدا دوه میاشتې وړاندې د انتخاباتي کمپاین لپاره له برتانیا ستنه شوې وه.

د پاکستان مخکنۍ لومړۍ وزیره بې نظير بوټو په پاکستان کې لومړۍ ښځينه واکمنه وه، چې د ۲۰۰۷ د دسمبر پر ۲۶مه په راولپنډۍ کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال ووژل شوه.

هغه مهال مشرف د بوټو د وژلو پړه د پاکستاني طالبانو د هغه وخت د مشر بیت الله مسید پر غاړه واچوله.

خو مسید - چې د ۲۰۰۹ په اګست کې د امریکا څارګرو الوتکو وواژه - د مشرف دا تور په کلکه رد کړ.

بې نظير بوټو دوه ځلې د پاکستان لومړۍ وزیره پاتې شو، چې تر وژل کېدا دوه میاشتې وړاندې د انتخاباتي کمپاین لپاره له برتانیا ستنه شوې وه.

د هغې کونډ مېړه اصف علي زرداري د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشري پرغاړه واخیسته چې د ۲۰۰۸ د فبرورۍ په ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته تر اوسه ددغه هېواد ولسمشر دی.

ورته مطالب