لیبیا: ملي انتقالي شورا راتلونې اوونۍ طرابلس ته لېږدول کېږي

مصطفی عبدالجلیل
Image caption عبدالجلیل دا هم ویلي له ناټو ځواکونو سره تر هغه د عملیاتو هوکړه شوې، چې لیبیا په بشپړه توګه نه وي ازاده شوې او قذافي موندل شوی نه وي.

د لیبیا د ملي انتقالي شورا رییس ویلي چې ملي انتقالي شورا به په بشپړه توګه راتلونکې اوونۍ له بنغازي څخه پلازمېنې طرابلس ته ولېږدول شي.

عبدالجلیل زیاته کړه، دا شورا به په بنغازي کې یوه څانګه وساتي، خو له قبایلي مشرانو او مخورو سره به په بنغازي کې د ښار د امنیت د ټينګښت په موخه یوه جرګه راوغواړي.

تېره اوونۍ طرابلس ته د قذافي مخالف وسله وال ننوتل.

پر همدې مهال، ملي شورا ویلي خپل جنګیالي به وهڅوي چې بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي او یا دا چې په رضاکارانه توګه په وسله وال ځواک کې خدمت وکړي.

د پاریس له سرمشریزې تر ستنېدا سم لاسي وروسته عبدالجلیل وویل، دداسې یوې جرګه ګۍ د جوړولو هوډ لري چې په لړ کې به یې مخور، د قبایلو مشران او بانفوذه خلک راغونډ شي، چې د سولې پروسه غښتلې کړي.

بل خوا، عبدالجلیل دا هم ویلي له ناټو ځواکونو سره تر هغه د عملیاتو هوکړه شوې، چې لیبیا په بشپړه توګه نه وي ازاده شوې او قذافي موندل شوی نه وي.

دی وايي چې له دې کاره یې موخه د ولسي لیبیایانو ساتنه ده.

د لیبیا کنګل شوې پیسیې

د انځور حقوق Getty
Image caption بان کي مون د استرالیا په کانبیرا کې خبري کنفرانس ته وویل ''د لیبیایانو هره هغه غوښته ملګري ملتتونه په خلاصو غوږونو اوري چې د ولسي خلکو په ګټه وي.''

او په بهر کې د لیبیا د کنګل شوو پیسو په اړه مصطفی عبدالجلیل وویل، په سلو کې ۳۰ برخه دغه کنګل شوې پیسې به راخوشې شي، او ۷۰ سلنه نورې یې غلا شوېاو د قذافي او د هغه د کورنۍ د غړو په بانکي حسابونو کې موجودې وبللې.

عبدالجلیل تمه وښوده چې له دغو راخوشي شوو پیسو څخه به ۷۰۰ میلیون لیبي دیناره طرابلس ته ولېږدول شي.

څو ورځې وړاندې لیبیا ته له دغو پیسو ۲۵۰ میلیونه لیبي دیناره ورسول شول.

په دې لړ کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون لیبیا ته د مرستې د لاس ورکولو غږ وکړ.

نوموړي د استرالیا په کانبیرا کې خبري کنفرانس ته وویل ''د لیبیایانو هره هغه غوښته ملګري ملتتونه په خلاصو غوږونو اوري چې د ولسي خلکو په ګټه وي.''

ورته مطالب